پاکستاني چارواکي وايي په میانمار (برما) کې له ۵۰۰ زیات پاکستانیان په جبري ډول په بیګار کیمپونو کې ساتل شوي دي.
په تایلينډ کې د پاکستان سفیرې رخسانه افضال د مارچ پر درېيمه پاکستاني ټېلېويژن، جیو نیوز ته په مرکه کې وويل چې دا هغه پاکستانیان دي چې پر ټولنیزو شبکو د ځینو انساني قاچاقبرو لخوا د ښو دندو د ترلاسه کولو په نوم بنکاک ته غوښتل کېږي او بیا هلته په رسېدو میانمار (برما) ته اړول کېږي.
رخسانه افضال جیو نیوز ته ویلي، د میانمار له یو کیمپه ۱۱ کسانو د تښتېدو هڅه کړې چې شپږ یې په تښتېدو بریالي شوي چې هغوی یې پاکستان ته بېرته استولي خو د پینځو نورو څه معلومات نه شته.
په ورته وخت کې د پاکستان د سېنېټ مرستیال مشر سیدال خان ناصر د مارچ پر درېيمه پر حکومت غږ کړی دی چې له میانمار څخه د پاکستانیو وګړو د خوندي راایستلو لپاره دې ژر لاس په کار شي.
تر اوسه د ميانمار چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.