د سیند په سکر کې یو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر ضمانت منظور کړی دی.
د نوموړي وکیل شېر افضل مروت د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې پر موکل یې "بې بنیاده مقدمې جوړې" شوې دي او دا یې وروستۍ هغه وه.
ده زیاته کړه چې تمه ده وزیر ژر له زندانه خوشې شي.
بلخوا د علي وزیر ملګري او د پي ټي اېم یو مخکښ بادشاه پشتین د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر شپږمه د ضمانت پیسې په بانک کې جمع کوي او هیله لري چې پر وزیر بله کومه مقدمه جوړه نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان پولیسو علي وزیر د فبرورۍ پر ۱۱مه د سیند پولیسو ته وسپاره او هغوی سکر ته ولېږداوه.
د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په سکر کې په دایره شوې مقدمه کې پر علي وزیر یو ځل بیا د ریاست او پوځ پر ضد ویناګانو او خلکو د پارولو تورونه پورې شوي ول.
خو د بلوچستان په حب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځايي مشر هدايت الله پشتين د فبرورۍ پر ۱۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د علي وزیر پر ضد نوې مقدمه "جعلي" بللې وه او زیاته کړې یې وه چې هغه له دوو میاشتو راهیسې په ګډاني زندان کې بندي وو "نو بیا یې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د سیند په سکر کې جلسې ته وینا څنګه وکړه؟"
د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر درېيمه نیولی وو. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر، د نشه يي موادو د ساتلو او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی وو. خو وروسته عدالت ورته په هغو مقدمو کې ضمانت ورکړ.
مګر علي وزير خوشې نه شو او له اسلام اباده راولپېنډۍ، بیا د پنجاب بېلابېلو ضلعو په جېلونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.
په هغو ټولو ځايونو کې پولیسو پر هغه تور پوې کړی وو چې د امنيتي ځواکونو پر ضد یې ويناوې کړي او د ریاست پر ضد یې د خلکو پارولو هڅه کړې ده.
د پنجاب د هغو ضلعو انتظامي مشرانو (ډېپټي کمېشنرانو) د وزیر پر ضد په ليکلو پولیس راپورونو کې ويلي چې که هغه له زندانه خوشې شي نو عامه نظم ګډوډوي.
خو د نوموړي وکيلان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هغه ټولې دعوې په مفروضو ولاړې او دا د وزیر د خاموشه کولو هڅې بولي.
د مشال راډيو موندنې ښيي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې پر علي وزير له ۱۰۰ زیاتې مقدمې جوړې شوې، ۱۲۵ ځلې عدالتونه ته وړاندې شوی او څه د پاسه درې کاله یې جېل تېر کړی دی.
علي وزير د پاکستان پر امنيتي پاليسيو د سختو نيوکو لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د پيدا کولو سبب شوی دی.
خو د پاکستان پوځ او حکومت همېشه دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.
د يادونې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر شپږمه پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګولی دی.
حکومت دعوه کوي چې پي ټي اېم د امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو په پارولو کې لاس لري. خو د هغه غورځنګ مشر منظور پشتين په بیا بیا دا تورونه رد کړي او د جنورۍ په میاشت کې یې په يو ويډيو بیان کې وويل چې پر سوله ییزو فعالانو بندیزونه او وسلوالو ته موقعې برابرول د پاکستاني ریاست پالیسي ښيي چې د چا ملګری دی.