د ريپبليکن ګوند جو وېلسن او د ډېموکرېټ ګوند جيمي پنېتا پر خپلو اېکس پاڼو ليکلي چې دا بیل یې په پاکستان کې د جمهوريت قوي کولو لپاره د مارچ پر ۲۴مه کانګرس ته وړاندې کړ.
د علي وزیر نېږدې ملګري او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بادشاه پښتین مشال راډیو ته وویل چې د زندان چارواکو له تېرو څو ورځو راهیسې د علي وزیر پر ملاقاتونو هم " نااعلان شوی" بندیز لګولی دی.
ولسي او امنيتي مشرانو د مارچ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت وضعیت د ارزونې لپاره په غونډه کې ګډون وکړ او د "ترهګرۍ ضد ملي تګلارې" او د "عزم استحکام" هدفي عملياتو د سمدستي پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.
د پیسو نړیوال صندوق د مارچ پر ۱۴مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت د لګښتونو د کنټرول او په ځانګړي ډول د پراختیايي پروګرام له لارې د مالي اهدافو ساتلو ته ژمن دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د بلوچستان له اعلاوزیر میر سرفراز بګټي سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، "ترهګرو خپل عملیات په منظم ډول" ترسره کړل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې د مارچ ۱۱مې حمله له هېواده "بهر د یوې وسلوالې دلې مشرتابه پلان" کړې وه.
ولسمشر اصف علي زرداري دا څرګندونې د مارچ پر ۱۰مه نېټه ناوخته د پارلمان شریکې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د فرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي چې دوی په خپله خاوره کې مورچې جوړولې او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.
نور وښیئ