د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده


په خیبر کې پاکستاني سرتېري پهره کوي ـ پخوانی انځور.
په خیبر کې پاکستاني سرتېري پهره کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په درو ضلعو کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ عامه اړیکو ادارې( ای ایس پي ار ) د جنورۍ پر ۲۵مه په خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو هغه مشکوک وسلوال د جنورۍ ۲۴مه او ۲۵مه په لکي مروتو او کرک کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او په خیبر ضلع کې د نښتې پر مهال وژلي دي.

بیان وايي چې په لکي مروتو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال په نښته کې ۱۸ مشکوک وسلوال ووژل او شپږ ژوبل شول.

د ای اېس پي په ار په خبره، په کرک کې هم د عملیاتو پر مهال په نښته کې اته او د خیبر ضلعې په باغ کې په نښته کې "د دوو قومندانانو" په ګډون څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.

پوځ په بیان کې هغوی د "خوارجو" په نوم یاد کړي دي خو دا یې نه ده روښانه چې هغوی د کومې ډلې غړي ول. البته پوځ دا اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې لپاره کاروي. خو ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ د جنورۍ پر ۱۴مه د شمالي وزیرستان په سپینوام کې د عملیاتو پر مهال د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. تر دې درې ورځې مخکې پوځ د بلوچستان په کچي سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ۲۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

ای اېس پي ار داراز، د جنورۍ پر شپږمه او اووه یې د خيبر پښتونخوا په پېښور، مومندو او کرک کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په درو جلا جلا عملیاتو کې ۱۹ مشکوک وسلوال وژلي. ای اېس پي ار هغه مهال ویلي ول چې په نښتو کې یې درې سرتېري هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG