د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن: هندوان "د مذهبي فشار" له وجې له سینده کډې کوي


په کراچۍ کې یو هندو د
په کراچۍ کې یو هندو د

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له سیند صوبې څخه د هندوانو پر کډو کولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کمېشن مشر اسد اقبال بټ او نورو چارواکو د جنورۍ پر ۲۲مه پر دې موضوع په کراچۍ کې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د هندوانو لسګونه کورنۍ د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ په سیند کې له خپلو اصلي ټاټوبو څخه نورو ځایونو ته کډو کولو ته اړ شوې دي.

بټ د راپور تر وړاندې کولو وروسته مشال راډیو ته وویل چې په صوبه کې هندوان د "عقیدوي او اقتصادي ستونزو" تر څنګ له یوشمېر نورو مشکلاتو سره هم مخامخ دي، نو ځکه د هېواد نورو برخو ته کډې کوي. "اصلي وجه یې دا ده چې پر هندوانو مذهبي فشار په زیاتېدو دی."

بټ وویل، که د پاکستان او هند ترمینځ پر کومه موضوع اختلاف یا ستونزه پیدا شي، نو پر دې سربېره چې "له هندوانو سره یې هېڅ تعلق نه وي، دلته پر هندوانو حملې پیل شي. پر کورونو یې بریدونه کېږي او لوڼه یې اسان هدف ګڼل کېږي، هغوی تښتول کېږي او بیا ټولنې ته ښوول کېږي چې مذهب یې بدل کړ."

د کمېشن غړې پشپا کماري وویل چې د هغوی موندنې ښيي چې د سیند په ګوټکي، ډېرکي، ماتېلو، سکر او پنو عاقل کې هندوان لویې امنیتي ستونزې لري او هلته یې د جبراً مذهب بدلولو او په کم عمرۍ کې د ودولو په څېر پېښې کېږي.

په ۲۰۲۱ز کال کې د مشال راډیو یو پلټنیز راپور او مستند هم موندلې وه چې په هغو سیمو کې هندوې نجونه تښتول کېږي او مذهب یې بدلېږي، خو هلته د مسلمانانو د یوې درګاه چلوونکو ټینګار کړی وو چې نجونه په خپله خوښه مسلمانېږي او له مسلمانانو سره ودونه کوي.

البته د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۱۰مه د پاکستان سپریم کورټ یو قاضي منصور علي‌ شاه په اسلام اباد کې د لږکیو ورځې په مناسبت غونډې ته ویلي ول چې په ملک کې اقلیتونه په زور د ودونو، جبراً مذهب بدلولو، د پارېدلو خلکو په لاس د تشدد او وژنو او د مذهبي ازادۍ نه لرلو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په سیند کې د هندوو نجونو مذهب بدلولو پېښو تر شا څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:27 0:00

د بشري حقونو د کمېشن غړې کماري د کراچۍ غونډې ته وویل چې د سیند په یوشمېر برخو کې هندوان د تاوان لپاره هم تښتول کېږي.

هغې زیاته کړه چې د همدې ستونزو له وجې هندوان د سیند مرکز کراچۍ، اسلام اباد، لاهور او نورو ښارونو ته کډه کېږي.

د بشري حقونو کمېشن په خپل راپور کې حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې د مذهبي، اقتصادي او امنیتي دلایلو پر اساس دې د هندوانو د کډوالۍ په اړه کره ارقام معلوم کړي او په هغو ځایونو کې دې د امنیتي او قانون پلي کوونکو ادارو د کارکوونکو شمېر زیات کړي چې پکې هندوان له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د بشري حقونو کمېشن چارواکي د هندوانو په اړه خپل ځانګړی رپورټ وړاندي کوي - د جنورۍ ۲۲مې انځور.
د بشري حقونو کمېشن چارواکي د هندوانو په اړه خپل ځانګړی رپورټ وړاندي کوي - د جنورۍ ۲۲مې انځور.

غونډې ته د بشري حقونو په اړه د سیند د اعلاوزیر سلاکار راج ویر سېنګ سودا هم ورغلی وو.

هغه په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې صوبايي حکومت د لږکیو د خوندي ساتلو لپاره اقدامات کړي دي او په دې ترڅ کې یې ځینې پروګرامونه هم پیل کړي دي.

ده البته وویل چې په جرمونو کې ککړې ډلې اکثر له شتمنو هندوو کورنیو باج (قلنګ) اخلي.

سودا وویل چې د ناسمې امنیتي وضعې له وجې هم هندوان کډو کولو ته اړ کېږي.

خو نوموړي زیاته کړه چې حکومت خپل کار کوي او هڅه کوي چې لږکي خوندي وي.

د پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د ډېجېټل یا برېښنايي سرشمېرنې له مخې، د هغه ملک ۹۶ سلنه وګړي مسلمانان او نور یې مسیحیان (عیسویان)، هندوان، سېکان، او د نورو دینونو پیروان دي.

د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ټوله ابادي ۲۴۱.۹ مېلیونه ده او هندوان د هېواد د لږکیو تر ټولو لویه برخه دي. د مردم شمارۍ راپور وايي چې په پاکستان کې د هندوانو ابادي ۵.۲ مېلیونه ده چې ورڅخه یې تر ټولو زیات وګړي په سیند کې اوسي.

XS
SM
MD
LG