د لاسرسي ځای

تازه خبر

يو اېن اېچ سي ار: پاکستان کې به له اندېښمن حالت سره د مخامخ افغانانو دفاع جاري ساتو


یو پاکستانی پولیس د افغان وګړي اسناد ګوري ـ پخوانی انځور.
یو پاکستانی پولیس د افغان وګړي اسناد ګوري ـ پخوانی انځور.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، چې د پاکستان د حکومت له هغه امر څخه خبره ده، چې له مخې یې افغانانو ته له اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه د وتلو ویل شوي دي.

ادارې د فیبرورۍ پر لومړۍ په یو بیان کې وویل چې، د پاکستان حکومت امر کړی، چې هغه افغانان چې "ای سي سي" کارت لري، باید بېرته افغانستان ته لاړ شي او هغه افغانان چې "پي او آر" کارت لري، باید له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ووځي، خو هغوی ته د روان کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.

په بیان کې راغلي دي چې، ملګري ملتونه او د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) په دې هم خبر دي، چې حکومت هغو افغان کډوالو ته، چې درېیم هېواد ته د تلو په انتظار دي او اوس مهال په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې مېشت دي، ویلي، چې د مارچ تر ۳۱ پورې له دې ښارونو ووځي او که دا لارښونه عملي نه کړي، نو ښايي ونیول شي او بېرته افغانستان ته واستول شي.

د یو اېن اېچ سي ار او ای او اېم په بیان کې ویل شوي، چې دوی د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې خواشیني دي او د دې پلان د عملي کېدو په اړه د لا وضاحت غوښتنه کوي. همداراز، ملګري ملتونه ژمن دي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو دفاع ته به دوام ورکړي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ورغلي دي.

په دوی کې ګڼ شمېر هغه افغانان هم دي چې اروپایي، امریکا او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې د حکومت په وينا له ۸۰۰،۰۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر ۳۰ لکه پورې افغانان په پاکستان کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG