د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دعوه کړې چې په افغانستان کې د امریکايي وسلو موجودیت يې امنیت په خطر کې اچولی دی.
د جنورۍ پر ۲۹مه وزارت پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ويلي دي چې د رسنیو د پوښتنې په ځواب کې د بهرنيو چارو زارت ویاند شفقت علي خان وویل چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې امریکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو پر مهال په هغه هېواد کې پرمختللې وسلې پرېښوولې وې چې دا کار د پاکستان حکومت او ولس د خوندیتوب او امنیت لپاره د "ژورې اندېښنې" سبب شوی دی.
په اعلامیه کې تور پورې شوی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالې ډلې دغه وسلې په پاکستان کې دننه د بریدونو لپاره استعمالوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياتوي چې په کابل کې یې د طالبانو له حکومت سره خپلې اندېښنې وخت په وخت شریکې کړې دي او ورڅخه يې غوښتي چې د امریکايي وسلو د ورانکارو لاسونو ته د رسېدو د مخنیوي لپاره دې موثر اقدامات وکړي.
د طالبانو حکومت او امریکا لا د پاکستان د تازه بیان په غبرګون کې څه نه دې ويلي، البته په دا وروستيو کې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي ول چې هغه به له افغانستان څخه امريکايي وسلې بېرته خپل هېواد ته راوړي.
د پاکستان د دولتي ټېلېوېژن له مخې، د دې هېواد د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د جنورۍ پر ۱۴مه ويلي ول چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمينځ د شخړې "یوازینۍ نکته" په افغانستان کې د وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان شتون دی.
خو د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې ټي ټي پي په افغانستان کې نه شته او د پاکستان دننه فعالیت کوي. خپله ټي ټي پي هم په بیا بیا ویلي دي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
د پاکستان حکومت د ډېسېمبر پر ۲۴مه د افغانستان په پکتيکا ولایت کې بمباري کړې وه او ويلي يې ول چې د ټي ټي پي پټنځایونه يې په نخښه کړي دي. خو د طالبانو د حکومت مرکزي وياند ذبیح الله مجاهد پر هم هغه ورځ مشال راډيو ته وویل چې په بمبار کې ۲۶ کسان وژل شوي چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي.
هغه بريدونه په داسې حال کې شوي ول چې د ډېسېمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو سره "د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا" او په سیمه کې "د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو" خبرې وکړې.
د امریکا د دفاع وزارت (پېنټاګون) د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې کانګرس ته راپور ورکړې وو چې په افغانستان کې د شاوخوا ۷،۲ اربو ډالرو په ارزښت الوتکې، ټوپکونه، وسایط، وسلې او ځانګړې سامانونه لکه په تیاره کې د لیدو عینکې او بایومیټریک وسایل پاتې شوي ول.
په ۲۰۲۱ز کال کې د امریکايي ځواکونه له افغانستانه تر وتلو وروسته وسلې او پوځي ګاډي افغان طالبانو قبضه کړل.
د امریکا دفاع وزارت (پېنټاګون) د افغانستان بیارغونې چارو د څار امریکايي دفتر (سيګار) ته ويلي چې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی نو ځکه اوسمهال په افغانستان کې ورڅخه پاته شويو سامان و الات د بیرته ترلاسه کولو لپاره کومه عملي لاره نه لري.