د پنجاب صوبې په ملتان کې د ګیس په یو ټانکر کې د چاودنې له وجې شپږ تنه وژل او شاوخوا ۲۶ زخمیان شوي دي.
د ژغورنې ادارې چارواکي فاروق احمد مشال راډیو ته ویلي چې پېښه د جنورۍ پر ۲۶مه د شپې مهال د فهد ټاون په حمید پور سیمه کې شوې.
هغه وویل، په ګاډي کې بار ټانکر څخه ګیس اخراجېدو له وجې اور ولګیده. نوموړي زیاته کړې چې چې په زخمي شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. فاروق احمد دا هم ویلي چې په پېښه کې کورونه هم ړنګ شوي دي.
د ملتان چارواکي وايي چې د پېښې ځای او شاوخوا کورونو او نورو ودانیو ته یې بجلي او ګیس بند کړی دی.
په پاکستان کې د ګیس ټانکرونو او نورو خطرناکو موادو پېښې د خوندیتوب مقرراتو د نشتوالي، نظارت کمزورتیا، او د وسایلو زوړوالي له کبله کېږي.
د ملتان ډیپټي کمېشنر محمد علي بخاري ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د پېښې د پلټنو لپاره یې یوه کمیټي جوړه کړې ده چې دوی ته په ۴۸ ساعتونو کې راپور ورکړي.