د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس: په کوټه کې پلار ټيکټاک کاروونکې لور "وژلې" ده


په پاکستان کې پخوا هم د ټولنيزو شبکو د کارولو له امله نجونه وژل شوې دي. پخوانی انځور
په پاکستان کې پخوا هم د ټولنيزو شبکو د کارولو له امله نجونه وژل شوې دي. پخوانی انځور

په پاکستان کې پولیسو ويلي چې يوه پلار د خپلې لور د وژلو اعتراف کړی دی.

رویټرز خبري اژانس لیکي، د حرا په نوم وژل شوې ۱۵ کلنه نجلۍ په امریکا کې زېږېدلې او پلار (انوارالحق) يې تازه پاکستان ته بیولې وه چې د جنورۍ پر ۲۸مه په کوټه ښار کې ووژل شوه.

اژانس د يوه پولیس چارواکي بابر بلوڅ له قوله وايي چې تورن کس د لور د وژلو تر اعتراف کولو له مخه ورته ویلي ول چې هغه يوه نامعلومه وسلوال وژلې ده.

یو بل پوليس چارواکي زوهيب محسن اژانس ته ويلي چې لومړنۍ پلټنو ښوولې چې کورنۍ د وژل شوې نجلۍ د جامو پر اغوستلو، د هغې د ژوند د تېرولو پر انداز او پر ټولنیزه راشه درشه اعتراض لاره.

هغه زیاتوي، تورن کس ورته ويلي چې لور به يې په امریکا کې پر ټيکټاک داسې مواد خپرول چې د دوی ورباندې اعتراض لاره او له امريکا څخه پاکستان ته تر ستنېدو وروسته يې د موادو خپرولو ته دوام ورکړی وو.

پوليس وايي چې په وژنه کې يې د لاس لرلو په تور د تورن کس اخښی هم نیولی دی.

پوليسو د تورن وژونکي د امريکايي تابعیت لرلو په اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ او په پاکستان کې د امریکا سفارت هم له پېښې څخه د خبرولو په اړه له معلوماتو ورکولو انکار کړی دی.

د پاکستان د نفوسو شمېر ۲۴۱ مېلیونه دی چې پکې ۵۴ مېلیونه وګړي یې ټیکټاک کاروي. تر دې وړاندې هم په دې هېواد کې د ټولنيزو شبکو د کارولو له امله د کورنیو غړو نجونه وژلې دي.

رويټرز اژانس د بشري حقونو خپلواک کمېشن په حواله وايي چې په پاکستان کې هر کال تر ۱،۰۰۰ زیاتې ښځې د "غيرت په نوم" وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG