د تلینغونډې تابیا پښتونخوا ملي عوامي ګوند کړې وه خو ګڼو سیاسي غړو، فعالانو، شاعرانو او لیکوالانو د نوموړي پر ژوند، قامي مبارزه او ادبي خدماتو رڼا واچوله.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې منير دا خبرې په کوټه کې د هغو ۱۸ سرتېرو تر جنازې وروسته وکړي چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال د بلوچستان په قلات کې وژل شوي ول.
د ولسمشر او وزيراعظم له دفترونو په خپرو شويو جلا جلا بيانونو کې د هغوی له خولې ويل شوي دي چې د هغه هېواد امنيتي ځواکونه به د ترهګرۍ خلاف جګړه کې نه پر شا کېږي.
د بلوچستان د بلوڅ مېشتې حب ضلعې انتظامي مشرې یا ډېپټي کمېشنرې روحانه ګل کاکړې د جنورۍ پر ۳۰مه تر هغه سمدستي وروسته د عامه نظم د ګډوډۍ په تور د نوموړي د نيولو امر وکړ چې ځايي عدالت د علي وزير خلاف په وروستۍ مقدمه کې هم د هغه د خوشې کولو حکم وکړ.
عدالت ته په ورکړل شوي درخواست کې چينايي وګړو ويلي ول چې هغوی په پاکستان کې پانګونه کړې نو د نړيوال قانون له مخې بايد د هغوی ژوند او کاروبار خوندي کړل شي.
په دې جرګه کې د یاد ګوند د غړو په ګډون د نورو سیاسي ګوندونو غړو، قومي مشرانو، او دیني علماو وړاندیزونه وړاندې کړي. د دې وړاندیزونو پر اساس برخوالو ته د جرګې په وروستۍ ورځ قراردادونه وړاندې کېږي.
ماه رنګ بلوڅې د جنورۍ پر ۲۵مه د ایران او افغانستان له پولې سره نېږدې په دالبندین کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان طبیعي زېرمې د پاکستان نورو برخو ته لېږدول کېږي.
د جنورۍ پر نهمه په سنجيدي کې د کويلې په یو کان کې د ګیس چاودنې له امله هغه کان ونړېد چې ۱۲ مزدوران تر لاندې شول. وروسته ژغورونکو ډلو د هغوی د ایستلو عمليات پيل کړل او وروستی مړی يې د جنورۍ پر ۱۴مه وایست.
د بلوچستان د مزدورانو اتحاديې عمومي سېکرټر پیر محمد کاکړ مشال راډیو ته وویل چې ژغورونکو ډلو د جنورۍ پر ۱۴مه د وروستي کان کيندونکي مړی هم راوايست.
د پاکستان پوځ او بلوڅ وسله وال چې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو کومې ادعاوې کوي، د هغه په خپلواکه توګه پخلی نه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکینۍ پېښې په ترڅ کې کوټې ته نېږدې د سکرو په نړېدلي کان کې له لاندې شویو ۱۲ مزدورانو څخه د ۱۱ مړي را اېستل شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته