د پاکستان تحريک انصاف مخکښانو يو ځل بيا د خپل ګوند د رهبر او د دغه هېواد د پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره لاريون کړی دی.
د مارچ پر ۱۱مه په پېښور کې د صوبايي کابينې او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ حکومتي غړو د عمران خان د زنداني کېدو پرضد له اسمبلۍ څخه تر پېښور های کورټ پورې احتجاجي لاریون وکړ. هغوی غوښتنه وکړه چې د عمران خان، د هغه د مېر منې بشرا بي بي او د تحريک انصاف د نورو مشرانو او غړيو پر ضد دې جوړې کړل شوې مقدمې ختم کړل شي او هغوی دې خوشې کړل شي.
پر دې مهال د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي اصف مسود مشال راډيو ته وويل: "موږ د خان صاحب [عمران خان] او د هغه د کور والا بشرا بي بي د خلاصون غوښتنه کوو او په دې نظر يو چې دا انتهايي ناجايزه روانه ده. بل دا چې زموږ ورکران (د ګوند غړي) يې په تحويل کې اخيستي دي او ظلم ورسره کوي. په جمهوري ملک کې خو دا ډول کارونه نه کېږي. "
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه نیول شوی وو، خو سپريم کورټ د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړ. نوموړی د همهغه کال په اګست مياشت کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.
وروسته، د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی. عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي انګېزه لري.
د مارچ پر لسمه، په پارليمان کې د خبرو په مهال د تحريک انصاف غړو پر حکومت تور پورې کړ چې عمران خان یې بې بنیاده په بند کې ساتلی او په دې اړه دوی مظاهرو کولو ته هم نه پريښودل کېږي. د تحريک انصاف يو مخکښ، اسد قیصر د خپلې وينا په وخت وويل چې د وزيراعظم شهباز شريف پر حکومت تور پورې کړی چې ټول واک اختيار یې امنيتي ادارو ته ورکړی دی.
قیصر زیاته کړه چې په پاکستان کې د مارشل لا غوندي صورتحال دی. هغه ادعا وکړه چې حکومت مخالفه اوازونه غلي کېږي، د تحريک انصاف غړيو ته د مظاهرو اجازه نشته او سیاستول ګرفتاريږي. خو د پاکستان د قانون وزير اعظم تارړ په سېنېټ کې د وينا په وخت وويل چې هر څوک د ايين په چوکاټ کې کولی شي خپله خبره وکړي او جمهوري اقدار پر ځای دي.