د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې هرنايي په خوست سیمه کې د جنورۍ پر ۱۲مه سهار د کويلي په یو کان کې شپږ مزدوران لاندي شوي دي.
د پاکستان يونايټيډ ورکرز فيډريشن عمومي سیکرټري پير محمد کاکړ مشال راډيو ته وویل چې ځايي خلکو او ژغورونکو له کان څخه څلور مزدروان ژوندي را اېستلي دي.
پیر محمد کاکړ وویل چې د پاتي دوو مزدورانو موندلو لپاره د لټون کار روان دی.
هرنايي د بلوچستان یو له هغو سیمو ده چې د سکرو یا کویلې پراخې زېرمې لري. هلته تر دې وړاندې هم داسې پېښې رامنځ ته شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکینۍ پېښې په ترڅ کې کوټې ته نېږدې د سکرو په نړېدلي کان کې له لاندې شویو ۱۲ مزدورانو څخه د ۱۱ مړي را اېستل شوي دي.
پير محمد کاکړ د جنورۍ بر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې له کان څخه د اوو مزدروانو مړې را ايستل شوي دي او د پاتې يو مزدور د موندلو لټون روان دی.
د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند د جنورۍ پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د سنجیدي سیمې کان د ګیس چاودنې له وجې نړېدلی دی.
د بلوچستان د معدنیاتو وزیر میر شعېب نوشېرواني په بیان کې ویلي دي چې د پېښې پلټنې کوي او د کانونو د قانون د سرغړونې په صورت کې به د کان د مالک پرضد اقدامات کوي.
نوموړي ویلي چې اړوند چارواکو ته یې امر کړی چې د کان کېندونکو د ساتنې لپاره د ژغورنې کارونه چټک کړي او د کویلې کانونو پر قانون په سختۍ سره عمل یقیني کړي
د کانونو د مزدورانو ټولنه وايي چې د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې د بلوچستان په کانونو کې په بېلابېلو پېښو کې درې مزدوران وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.
د کویلې د مزدورانو ټولنې پر پېښه خواشیني ښوولی او ویلي یې دي چې د حکومت د "غفلت او لاپرواهۍ" له امله د کویلې په کانونو کې دا ډول پېښې رامينځته کېږي.
د پاکستان د کان کېندونکو د مرکزي اتحاديې عمومي سېکرتر سلطان لالا ویلي دي چې د کانونو د څارنې لپاره د څارونکو کمښت د دې پېښو یوه لویه وجه ده.
د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په هغه هېواد کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول، په دې کې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ټولنې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې په مختلفو پېښو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زیاتره یې د بلوچستان ول. د اتحادیې په خبره، هغه کال په هغو پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.
د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.
په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.