د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي شپږم تلین په کلاسېف الله کې ولمانځل شو


محمد ابراهیم ارمان لوڼی د پښتونخوامېپ او پښتون ژغورنې غورځنګ غړی وو. (انځور: ارشیف)
محمد ابراهیم ارمان لوڼی د پښتونخوامېپ او پښتون ژغورنې غورځنګ غړی وو. (انځور: ارشیف)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ارمان لوڼي شپږم تلین په کلاسېف الله کې ولمانځل شو.

د هغه د تلینغونډې تابیا پښتونخوا ملي عوامي ګوند کړې وه خو ګڼو سیاسي غړو، فعالانو، شاعرانو او لیکوالانو د نوموړي پر ژوند، قامي مبارزه او ادبي خدماتو رڼا واچوله.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کلا سېف الله مشر دارا خان جوګیزي د خپلې وینا مهال وویل چې ارمان لوڼي د خپلې کورنۍ او په ځانګړې توګه خپلې خور - وړانګې لوڼۍ - بې ساري روزنه کړې ده.

د غونډې ګډونوال
د غونډې ګډونوال

هغه زیاته کړه، "موږ نن په ارمان لوڼي ویاړو چې ژوند یې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قامي مبارزه کې تېر کړ."

د ښځو د حقونو فعالې او د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ د خپلې وینا مهال وویل چې د هغې ورور د خپلي قامي مبارزې، شاعرۍ تر څنګ د ولس ذهین سازي هم کوله چې په خپلو قامي ګټو یې پوه کړي.

نوموړې وویل، "ارمان د خلګو په منځ کې اوسېدی د خلګو رایه یې اخسته ، ماشومان، ځوانان او سپېنږیري یې اورېدل."

په ارمان لوڼي مشهور، د کالج استاد محمد ابراهم، د سیاسي هلو ځلو ترڅنګ په ادبي چارو کې هم خورا فعال او د پښتانه مترقي لیکوال غړی وو.

د هغه نژدې ملګري، شاعر او لیکوال محیب شېراز د خپلې وینا پر مهال وویل چې ارمان لوڼی یو رښتنی مبارز او د نوي کهول لپاره یې بې غرزه مبارزه کړې ده.

شېراز وویل، "دا هر څه دا څرګندوي چې ارمان شهید یو رښتینی قامي مبارز وو چې د نیوي کهول لپاره یې د بې غرزه مبارزې یو داسې بیناد کښېښود چې د تل لپاره د تاریخ برخه وګرځېده".

بل پلو پښتون ژغورنې غورځنګ هم د خپل مخکښ ارمان لوڼي د تلین لپاره په بېلا بېلو ځایونو کې غونډې جوړې کړې دي.

په دې کې یوه هم په جرمني کې جوړه شوې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم ورته د انټرنیټ له لارې وینا وکړه.

د پښتانه مترقي لیکوال غړو نه یوازې د کلاسېف الله په غونډه کې ګډون کړی وو بلکې په ږوب کې یې له خپلې خوا د ارمان لوڼي پر ژوند او مبارزه غونډه جوړه کړې وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې ارمان لوڼی د ۲۰۱۹م کال د فېبروري پر دویمه په بوري یا لورالایي کې پولیسو وهلی وو چې له کبله یې هغه روغتون ته پر لار سا ورکړې وه.

خو د هغه وخت د بلوچستان صوبایي حکومت هغه وخت دا خبره رد کړې وه او د هغه مرګ یې د زړه د ناروغۍ پایله بللې وه.

XS
SM
MD
LG