د پاکستان د سيند صوبې په کراچۍ ښار کې هغو شپږو چينايي وګړو له سيند هاي کورټ څخه د خپل خونديتوب غوښتنليک بېرته اخيستی دی.
د چينايانو وکيل پير رحمان مسيد مشال راډيو ته وويل چې چينايانو د جنورۍ پر ۲۸مه خپل درخواست تر هغه وروسته واخيست کله چې د سيند صوبې چارواکو هغوی ته باور ورکړ چې امنيت به يې يقيني کوي.
عدالت ته په ورکړل شوي درخواست کې چينايي وګړو ويلي ول چې هغوی په پاکستان کې پانګونه کړې نو د نړيوال قانون له مخې بايد د هغوی ژوند او کاروبار خوندي کړل شي.
په درخواست کې هغوی دا هم ويلي ول چې د پوليسو چلند ورسره ښه نه دی او داراز په کراچۍ کې د هغوی اووه کارخانې تړل شوې دي.
هغوی ګواښ کړی وو، که غوښتنې يې ونه منل شوې نو خپل کاروباررونه به وتړي.
د سيند د کورنيو چارو وزير ضياالحسن لنجار د جنورۍ پر ۲۷مه له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د چينايانو د امنيت لپاره يې سخت ګامونه پورته کړي دي.
د یادونې ده چې بیجينګ د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ يا سيپيک پروژې کې ۶۴ اربه ډالره پانګونه کړې ده. د دې پانګونې لويه برخه په بلوچستان او په تېره بیا په ګوادر کې ده چې بيلتونپالو وسلوالو پرې ګڼ بریدونه کړي دي.
له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسلوالې ډلې او بلوڅ فعالان د چين دا پروژې د بلوڅانو د وسایلو "تروړونکې" بولي نو ځکه ورباندې بریدونه کوي.
بلوڅ فعالانو د خپلو وسايلو لپاره څو ځل لوی پرلتونه او مظاهرې کړې دي. خو د پاکستان حکومت وايي چې د چين پروژې یې د هېواد لپاره ارزښتمنې دي.
په بلوچستان کې له وسلوالو سره د مقابلې او د چينايي وګړو د خونديتوب لپاره د پوځ د ځانګړي ځواک پر ګومارلو سربېره، د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې اعلان وکړ چې پولیس به د ځانګړې روزنې لپاره چين ته لېږدوي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په ټولو صوبو کې د چينايانو د امنيت لپاره زرګونه پولیس ګومارل شوي او د چينايانو د خوندیتوب لپاره ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده. خو پر دې سربېره، بيا هم پر چينايي وګړو او پروژو بریدونه نه دي درېدلي.
بلوچ لېبریشن ارمي د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر څلورمه په کراچۍ کې له جناح هوايي ډګر سره د چينايانو پر ګاډو ځانمرګی برید وکړ چې پکې یې لږ تر لږه دوه چينايي انجينران ووژل او يو چينايي او اته پاکستانيان یې ژوبل کړل. د پاکستان حکومت منلې چې په هغه هدفي بريد کې وژل شوي چينايان ډېر مهم انجينران ول.
دې حملو چينايي چارواکي خواشیني کړي دي. په کراچۍ کې د چین جنرل کونسلر، یانګ یوندونګ د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر ۳۰مه د دغه ښار په پرېس کلب کې خبریالانو ته ويلي وو چې د پاکستان حکومت بايد د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو امنيت خونديکړي. "پاکستان باید په دې پوهه شي چې د پانګونې لپاره شرکتونه په زور نه شي راوستل کېدلی. د سرمایه کارۍ لپاره باید یو سازګار ماحول رامنځ ته کړل شي."
خو د پاکستان حکومت په بیا بیا وايي چې چينايانو ته به بشپړ امنيت برابروی.