د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر او وزيراعظم په بلوچستان کې د ۱۸ امنيتي سرتېرو پر وژنه خپګان څرګند کړی


د بلوچستان په سرښار کوټه کې امنيتي ځواکونه ګزمه کوي ـ (انځور: ارشیف)
د بلوچستان په سرښار کوټه کې امنيتي ځواکونه ګزمه کوي ـ (انځور: ارشیف)

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان په قلات ضلع کې د ۱۸ امنيتي سرتېرو وژنه غندلې او پر دې پېښه يې خپګان څرګند کړی دی.

نن (د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه) د ولسمشر او وزيراعظم له دفترونو په خپرو شويو جلا جلا بيانونو کې د هغوی له خولې ويل شوي دي چې د هغه هېواد امنيتي ځواکونه به د ترهګرۍ خلاف جګړه کې نه پر شا کېږي.

تر دې وړاندې، د قلات يو لوړپوړي چارواکي مشال راډيو ته ويلي ول چې د جنورۍ د ۳۱مې او د فبرورۍ د لومړۍ په مينځنۍ شپه د بلوچستان د بلوڅ مېشتې قلات ضلعې په منګوچر سيمه کې په وسلوال بريد کې ۱۷ امنيتي سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي ول.

هغه ويلي ول چې دا عسکر په یو مساپر وړونکي بس کې له پنجګور څخه د کوټې پر لور په ساده جامو کې د رخصتیو لپاره روان ول، چې بريد ورباندې وشو.

دې چارواکي زیاته کړې وه چي په پېښه کې وسلوالو ته د اوښتي زیان په اړه ځکه څه نه شي ویلای چې د ده په وینا، هغوی زیاتره وخت د شپې په تیاره کې خپل مړي او ټپیان له ځان سره یوسي.

خو د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) بيا د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په خپاره کړي بيان کې ادعا کړې ده چې د قلات په منګوچر کې يې تېره شپه ۱۲ وسلوال هغه وخت ووژل چې هغوی عامه لاره بنده کړې وه.

پوځ په بيان کې زياته کړې ده چې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه يې د بلوچستان په هرنايي ضلع کې هم د عملياتو پر مهال ۱۱ مشکوک وسلوال ووژل.

خپلواکو سرچينو تر اوسه د پوځ د دعوو پخلی نه دی کړی، البته د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې، بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ویاند ازاد بلوڅ پر ټولنیزو شبکو په خپاره کړي بیان کې د منګوچر د پېښې ذمه واري منلې او دعوه يې کړې ده چې په هغه برید کې یې لږترلږه ۱۷ پاکستاني عسکر وژلي دي.

په بلوچستان کې په وروستیو کې د بلوڅ وسلوالو له خوا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

پخوا به د دې بریدونو نوعیت دومره پراخ نه وو خو په دې وروستیو کې د وسلوالو د بریدونو کچه لوړه شوې ده.

په دې ترڅ کې بلوڅ وسلوال او د پاکستان امنیتي ځواکونه دواړه یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو اړولو ادعاوې کوي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جنورۍ پر ۱۳مه په یو بیان کې دعوه کړې وه چې د بلوچستان په کچي سیمه کې یې ۲۷ وسلوال وژلي دي.

تر هغه وړاندې بلوڅ وسلوالو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۱۶مه د اووه امنیتي عسکرو د وژلو او ۱۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې وه.

د ۲۰۲۴ز کال په اګست میاشت کې د بلوچستان حکومت تایید کړې وه چې بلوڅ وسلوالو په یوه ورځ د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژلي ول.

خو بلوڅ وسلوال ادعا کوي چې دوی په خپلو بریدونو کې عام خلک نه بلکې د دوی په وینا، "د پاکستان امنیتي عسکر او د هغوی لپاره کارکوونکي په نخښه کوي."

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستاني پوځ او بلوڅو وسلوالو ترمينځ په نښتو کې د کېدونکو ادعاوو په خپلواکه توګه پخلی نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG