د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماه رنګ بلوڅه وايي د بلوڅانو د حقونو لپاره اواز پورته کوونکي بې درکه کېږي او وژل کېږي


ماه رنګ بلوڅه په ګوادر کې د بلوڅانو یوې لویې غونډې ته وینا کوي - د ۲۰۲۴ز کال د جولای ۲۸مې انځور.
ماه رنګ بلوڅه په ګوادر کې د بلوڅانو یوې لویې غونډې ته وینا کوي - د ۲۰۲۴ز کال د جولای ۲۸مې انځور.

د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ (بلوچ یکجهتي کمېټۍ) مشرې تور پورې کړی دی چې هغه کسان چې د بلوچستان پر طبیعي زېرمو د ځايي ولس د واک او د بلوڅانو ته حقونو د خونديتوب لپاره اواز پورته کوي، امنیتي او استخباراتي ادارې یې جبراً ورکوي او یا یې وژني.

ماه رنګ بلوڅې د جنورۍ پر ۲۵مه د ایران او افغانستان له پولې سره نېږدې په دالبندین کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل چې د بلوچستان طبیعي زېرمې د پاکستان نورو برخو ته لېږدول کېږي.

بلوچستان خورا زیاتې طبیعي زېرمې لري، خو په هغه صوبه کې د بې وزلۍ کچ د پاکستان د نورو برخو پرتله خورا زیات دی.

هغې وویل چې د بلوڅانو د یووالي کمېټي به د صوبې د وګړو د حقونو لپاره او د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي.

بلوڅې وویل، د جنورۍ ۲۵مه د بلوڅانو لپاره یوه "ویرجنه" ورځ ده ځکه چې د ۲۰۱۴ز کال پر همدې نېټه په خضدار کې د ۱۲ ورکو شویو کسانو مړي په یو قبر کې موندل شوي ول، چې تر اوسه یې "پېژندګلوي" نه ده شوې.

د دالبندین جلسې ته د کمېټۍ یوشمېر نورو مخکښو مشرانو هم ویناګانې وکړې او پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسانو ګډون کړی وو.

ځايي انتظامیې د جلسې پر مهال په سیمه کې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ تړلی وو.

چارواکو لا د بلوڅې د څرګندونو او تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي.

د پاکستان حکومت البته وايي چې د مسلې هواري ته ژمن دی. د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې ویلي ول چې په زوره د ورکو شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای.

نوموړي ویلي ول چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

داراز، د پاکستان پوځ په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي او وايي چې ځینې کسان چې بې درکه بلل کېږي، اصلاً له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي او ځینې یې د عملیاتو او نښتو پر مهال وژل شوي دي.

له دې پرته په پاکستان کې د جبري بې درکیو د پلټنو سرکاري کمېشن وايي، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې د څه باندې ۱۰،۰۰۰ کسانو ورکېدل ثبت کړي دي چې ورڅخه یې ۸،۰۰۰ قضیې هوارې کړې دي.

په پاکستان کې دننه او دباندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د هغه هېواد پر حکومت او امنيتي ادارو په زوره د خلکو لادرکه کولو لړۍ درولو غږ کړی او دا عمل يې د بشري حقونو ضد بللی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG