د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جرګه نن خپلې پرېکړې اعلانوي


د جنورۍ پر ۲۶مه په کوټه کې جرګې ته یو تن وینا کوي.
د جنورۍ پر ۲۶مه په کوټه کې جرګې ته یو تن وینا کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه‌توب د جنورۍ پر ۲۴مه په کوټه کې بلل شوې درې ورځنۍ ولسي جرګه تر نن (د جنورۍ ۲۷مې) پورې غځول شوې.


په دې جرګه کې د یاد ګوند د غړو په ګډون د نورو سیاسي ګوندونو غړو، قومي مشرانو، او دیني علماو وړاندیزونه وړاندې کړي. د دې وړاندیزونو پر اساس برخوالو ته د جرګې په وروستۍ ورځ قراردادونه وړاندې کېږي.

د جرګې پر درېیمه ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي د خپلې وینا پر مهال د پاکستان پر مرکزي او صوبایي حکومتونو غږ وکړ چې که حکومت د هغوی د لارو ساتنه نه‌شي کولی، نو پښتانه دې خپله د دې لارو ساتنه وکړي.
اڅکزي زیاته کړه چې پښتنو باید پر خپلو شتمنیو اختیار ورکړل شي.

هغه وویل"موږ پاکستان او بلوچستان حکومت ته وایو، که زموږ لارې نه ساتئ، زما شخصي خبره ده، هغه بیا نواب صاحب پوهېږي او جرګه پوهېږي. زموږ پښتانه باید خپلې څلوېښتۍ جوړې کړي. په هر یو کلي کې چې سړک تېر شوی، د هغه سړک ساتنه به خپله کوي."
دا په داسې حال کې ده چې په په وروستیو کې په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي او د سکرو په ټرکونو بریدونه شوي چې پر ضد یې د سیمې خلکو احتجاجونه هم کړي دي.

د جرګې ګډونوال او قبایلي مشر محمد علي بازي مشال راډیو ته وویل، د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي. "په دې صوبه کې زموږ ټرانسپورټ خوندي نه دی. تاسو اورئ چې هره ورځ پنځه-پنځه، لس-لس لارۍ سوځول کېږي. نه زموږ سر خوندي دی او نه زموږ مال. موږ له دې جرګې هیله لرو چې زموږ د خوندیتوب لپاره عملي اقدام وکړي."

د پښتونخوامېپ له خوا د کوټې په جرګه کې پر ناامنۍ او نورو ستونزو بحث روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

په جرګه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سربېره، نورو سیاسي استازو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی دی. ټاکل شوې وه چې جرګه به د جنورۍ پر ۲۷مه پای ته ورسېږي خو وروسته هغه جرګه یوه ورځ نوره هم وځنډېدله.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي ویاند قهار خان ودان د جرګې درېیمه ورځ مشال راډیو ته وویل د جرګې په وروستۍ برخه کې ګډه اعلامیه خپروي.
هغه وویل "زموږ د جرګو دویم پړاو دا دی چې د دې جرګې اعلامیه به دنیا او خلکو سره شریکه شي، لکه د بنو جرګه. دا به د پاکستان حکامو او ریاست ته وړاندې کېږي، ترڅو دا ستونزې حل کړي. په دې لړ کې به د هر اړخ سره مذاکرات او مجلسونه وشي."

پښتونخوا مېپ تر دې وړاندې په لورالایي، ږوب، سیوۍ (سبي)، پښین، او چمن کې هم ورته جرګې ترسره کړي دي.
په تېرو جرګو کې له حکومته د تعلیم، روغتیا، امنیت ټینګښت، او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارتي اسانتیاوو غوښتنه شوې ده.

په تېرو وختونو کې د پاکستان مرکزي او صوبایي حکومت ویلي چې د ترهګرۍ ختمولو او امن ټینګولو ته ژمن دي او په دې اړه یې اقدامات روان دي.

XS
SM
MD
LG