د لاسرسي ځای

تازه خبر

عاصم منیر وايي "که اړتیا وه د دوستۍ په جامه کې پټ دښمنان" به وځپي


د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په کوټه کې د وژل شوي سرتېري تابوت لېږدوي - پخوانی انځور.
د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په کوټه کې د وژل شوي سرتېري تابوت لېږدوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر وايي "که ضرورت وو د دوستۍ په جامه کې پټ دښمنان" به وځپي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې منير دا خبرې په کوټه کې د هغو ۱۸ سرتېرو تر جنازې وروسته وکړي چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال د بلوچستان په قلات کې وژل شوي ول.

په خبرپاڼه کې دا وضاحت نه دی شوی چې پوځ "د دوستانو په جامو کې پټ دښمن" چا ته وايي خو پکې د جنرال منیر له خولې راغلي: "موږ دا وسلوال ډېر ښه پېژنو چې د خپلو هغو بهرنيو بادارانو لاسپوڅي دي چې د دوه مخيتوب هنر یې ښه زده کړی. دوی هم له ښکاري سره ګرځي او هم د ښکار شويو ملګري دي. هر کله چې ضرورت وو، که دوی هر ځای وي، موږ به یې وځپو."

د خبرپاڼې له مخې، جنرال منیر په هسپتال کې د زخمي پوځيانو پوښتنه وکړه او د وسله والو د ختمولو هوډ یې تکرار کړ.

پوځ تر دې مخکې په يوه جلا خبرپاڼه کې ويلي ول چې د جنورۍ د ۳۱مې او فبرورۍ د لومړې نېټې ترمینځ شپې مهال د قلات په ځينو سیمو کې د عملياتو پر مهال ۱۸ پوځيان او ۲۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د قلات په منګوچر کې د برید ذمه واري منلې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د سرتېرو وژنه وغندله او پر پېښه یې د خپګان څرګندونه کړې وه.

د قلات یو لوړپوړي چارواکي مشال راډیو ته وویل چې امنیتي سرتېري په ساده جامو کې په یو مساپر لېږدوونکي ګاډي کې له پنجګوره د کوټې پر لوري روان ول چې د قلات په منګوچر کې ورباندې وسلوالو حمله وکړه.

په بلوچستان کې په وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

په دې ترڅ کې بلوڅ وسلوال او د پاکستان امنیتي ځواکونه وخت په وخت یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو اړولو ادعاوې کوي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) د جنورۍ پر ۱۳مه په یو بیان کې دعوه کړې وه چې د بلوچستان په کچي سیمه کې یې ۲۷ وسلوال وژلي دي.

تر هغه وړاندې بلوڅ وسلوالو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۱۶مه د اووه امنیتي عسکرو د وژلو او ۱۳ نورو د ټپي کولو ادعا کړې وه.

د ۲۰۲۴ز کال په اګست میاشت کې د بلوچستان حکومت تایید کړې وه چې بلوڅ وسلوالو په یوه ورځ د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژلي ول.

خو بلوڅ وسلوال ادعا کوي چې دوی په خپلو بریدونو کې عام خلک نه بلکې د دوی په وینا، "د پاکستان امنیتي عسکر او د هغوی لپاره کارکوونکي په نخښه کوي."

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستاني پوځ او بلوڅو وسلوالو ترمينځ په نښتو کې د کېدونکو ادعاوو په خپلواکه توګه پخلی نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG