روبیو د جنورۍ پر ۲۵مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې اورېدلي یې دي چې طالبانو تر هغو زیات امریکايي وګړي یرغمل کړي چې په اړه یې په رسنیو کې خبرونه راغلي دي.
بيان زياتوي چې خان محمد د امريکايي ځواکونو لخوا نېږدې دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی وو او وروسته د امريکا د کېلېفورنيا ايالت يو عدالت ورته د عمري بند سزا اورولې وه.
په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان پوځ د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ اړوند، د ډيورنډ "فرضي" کرښې دې غاړې ته پر دریو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب د هاوانونو مرمۍ وویشتلې.
د افغانستان په پکتکیا ولایت کې د پاکستان د پوځ له هوایي برید دوه ورځې وروسته پاکستان په رسمي توګه ومنله چې دغه برید یې ځواکونو کړی دی. په دغه برید کې چې د طالبانو حکومت سخت غبرګون ښکاره کړی دی.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته