د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارکو روبیو وايي واشنګټن ښايي د لوړپوړو طالب مشرانو پر سر انعامونه اعلان کړي


مارکو روبیو د سېنېټ د بهرنیو چارو کمېټۍ غونډې ته وینا کوي - د جنورۍ ۱۵مې انځور.
مارکو روبیو د سېنېټ د بهرنیو چارو کمېټۍ غونډې ته وینا کوي - د جنورۍ ۱۵مې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن ښايي د طالبانو د لوړپوړو مشرانو پر سر انعامونه اعلان کړي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۵مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې اورېدلي یې دي چې طالبانو تر هغو زیات امریکايي وګړي یرغمل کړي چې په اړه یې په رسنیو کې خبرونه راغلي دي. "که دا ریښتیا وي نو موږ به بې له ځنډه د [طالبانو] د لوړپوړو مشرانو پر سره دومره پیسې اعلان کړو چې ښايي د [اسامه] بن لادن پر سر له اعلان شوي انعامه به هم ډېرې وي."

روبیو په خپل بیان کې نور معلومات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې څومره امریکایان د طالبانو په بند کې دي.

طالبانو لا د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبر ورکړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه په بیان کې د خوشې کړیو امریکایانو نومونه نه ول په ډاګه کړي خو ویلي یې ول چې د هغوی په بدل کې یې د خان محمد په نوم يو افغان، چې له دوو لسیزو راهیسې په امریکا کې بندي وو، ازاد کړی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې او سي اېن اېن ټېلېوېژن ویلي چې طالبانو راین کوربېټ او وېلییم مېککېنټي په ۲۰۲۲ز کال کې نیولي ول چې د بندیانو په تبادله کې یې خوشې کړي دي.

د امریکا حکومت تر دې مخکې ویلي ول چې جارج ګلېزمن او محمود شاه حبیبي هم د طالبانو په بند کې دي. حبيبي د افغانستان تابعيت هم لري او په تېر جمهوري حکومت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وو. خو د طالبانو حکومت د حبیبي نیول او زنداني کول نه تاییدوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تازه څرګندونې تر هغې دوه ورځې وروسته کړې دي چې د جرمونو د نړیوال عدالت څارنوال له قاضیانو وغوښتل چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د ريیس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم دې صادر کړي.

کریم خان د جنورۍ پر ۲۳مه په یو بیان کې وویل چې معقول دلایل شته چې د طالبانو هغه دوه مشران "د جنسیت پر اساس د بشریت ضد جنایتونو جرمي مسوولیت" په غاړه لري.

خان وايي، د اخوندزاده او حقاني د نیولو د امر صادرولو لپاره یې د نېدرلینډز (هالینډ) په هېګ کې د جرمونو نړیوال عدالت ته غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د هغه عدالت قاضیان به اوس دا پرېکړه کوي چې د هغوی د ګرفتارولو امر وکړي او که نه.

د طالبانو حکومت تر هغې یوه ورځ وروسته د خپلو مشرانو د نیولو په اړه د خان څرګندونې رد کړې او په بیان کې یې پر اخوندزاده او حقاني لګېدلي تورونه "بې بنسټه" وبلل.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه وخت راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول. طالبانو د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه.

د بشري او ښځو حقونو نړیوالې ادارې او فعالان وخت په وخت پر طالبانو انتقاد کوي، او د طالبانو دا ډول اقدامات "جنستیتي توپيرپالنه" او "اپارتاید" بولي.

خو طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي.

د طالبانو حکومت البته دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې درو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او کله به نجونه زده کړو ته اجازه او لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG