د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما وايي په برمل کې يې د لسګونه ملکيانو د وژل کېدو باوري راپورونه ترلاسه کړي


د پکتيا برمل ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت هيلي کاپټر ګرځي - انځور له ارشیفه
د پکتيا برمل ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت هيلي کاپټر ګرځي - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) ويلي، داسې باوري راپورونه يې تر لاسه کړي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ولسي وګړي وژل شوي دي.

يوناما د ډېسېمبر پر ۲۶مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په يو بيان کې ليکلي دي چې نړیوال قانون نظامي ځواکونه مکلفوي چې د ولسي مرګژوبلې د مخنیوي لپاره اړین احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او په عملیاتو کې د ولسي وګړو او جنګیالیو ترمينځ توپیر وکړي. بيان زياتوي چې د احتساب د باوري کولو، د دا ډول پېښو د بیا تکرار د مخنیوي او د قربانیانو د حقونو د ساتلو لپاره تحقيقاتو ته اړتیا ده.

بلخوا د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه صندوق (یونیسېف) ويلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د لږ تر لږه ۲۰ ماشومانو پر وژل کېدو "سخت خپه" دي. د جنوبي اسیا لپاره د یونیسېف سيمه ييز مشر سنجې ویجېسېکېرا پرون (د ډېسېمبر پر ۲۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې "ماشومان باید هيڅکله په نخښه نه کړل شي."

تر دې وړاندې د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت ويلي وو چې د پاکستان په بريدونو کې ۵۱ تنه وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د هغه په وينا، په وژل شويو او ژوبلو کې د ځايي وګړو ترڅنګ يې ګڼ شمېر وزيرستاني کډوال دي.

بلخوا د ډېسېمبر پر ۲۶مه اسلام اباد وويل چې دغه عملیات يې په هغو سرحدي سیمو کې کړي چې ورڅخه پاکستانيانو ته د ترهګرۍ ګواښ موجود وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ یادونه کړې چې دغه عملیات د افغانستان د خاورې دننه په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو په وړاندې ترسره شوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکي ادارې په منظم ډول د ترهګرو په وړاندې عملیات مخ ته وړي او چمتووالی ورته په خورا احتیاط سره نیول کیږي.

میرمن بلوچ پرته له دې چې د کومې مشخصې ډلې نوم واخلي څرګنده کړه چې "د ترهګرو عناصرو" له خوا پاکستان او د دې هیواد اتباعو ته ګواښونه متوجه دي او د دې هیواد د وګړو ساتنه یې د حکومت لومړیتوب دی.

برمل کې د پاکستان په بمبارۍ کې د وژل شويو شمېر ۵۶ ته رسېدلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

د طالبانو د حکومت یو شمیرجګپوړو چارواکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ د دغه هوایي برید په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي او د بهرنیو چارو وزارت یې هم د ډېسېمبر پر ۲۵مه له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړ او په برمل ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څیرمه د پاکستان د پوځي الوتکو د بمبارد له امله یې ورته خپل شدید احتجاج لیک وسپاره.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړچې پاکستان د افغانستان بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی کوي خو د طالبانو د دفاع وزارت له دغه برید وروسته د ډېسېمبر پر ۲۴مه په خپره کړې اعلامیه کې هغه د افغانستان پرخاورې ښکاره تیری بللی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د پرله پسې سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي او اسلام آباد په وار وار له کابل څخه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر وړاندې اقدام وکړي چې په خبره یې په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه کار اخلي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه تل په کلکه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG