په خوست ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان پوځ د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ اړوند، د ډيورنډ "فرضي" کرښې دې غاړې ته پر دریو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب د هاوانونو مرمۍ وویشتلې.
د افغانستان په پکتکیا ولایت کې د پاکستان د پوځ له هوایي برید دوه ورځې وروسته پاکستان په رسمي توګه ومنله چې دغه برید یې ځواکونو کړی دی. په دغه برید کې چې د طالبانو حکومت سخت غبرګون ښکاره کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال په دغه بمبار کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته