د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: که طالبان د امريکې پوځي سامانونه واپس نه کړي، پیسې پرې بندوم


ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې. د ۲۰۱۹ کال تصویر
ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې. د ۲۰۱۹ کال تصویر

د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه د خپل پوځ د اربونو ډالرو سامان الات (پوځي تجهیزات) بېرته غواړي.

ټرمپ د خپلې دندې د لوړې مراسمو څخه يوه ورځ مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه په واشنګټن کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې امریکا طالبانو ته هرکال "په اربونو ډالر" ورکړي دي.

هغه زیاته کړې چې "که هغه افراطي ډله (طالبان) د اربونو ډالرو په ارزښت پوځي سامانونه واپس نه کړي"، نو د ميليونونو ډالرو مرسته به ودروي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

ټرمپ د ولسشمر جو بايډن پر حکومت نيوکې وکړې او دعوه یې وکړه چې د امريکايي پوځ اربونه ډالره شتمني طالبانو ته ورکړل شوې. هغه زیاته کړې چې له افغانستانه بیرته پیسې نه غواړي، خو ټینګار یې وکړ چې د پوځ سامونونه دې واپس کړل شي. "دوی (د جوبایډن ادارې) د دې پوځ اربونه ډالره طالبانو ته ورکړي دي. دوی زمونږ د پوځ یوه لویه برخه دښمن ته ورکړې ده. ایا تاسو پوهیږی چې مونږ هر کال اربونه ډالر افغانستان ته ورکوو؟ دوی ( طالبانو ته) ووایئ زه دا پیسې بیرته نه غواړم، خو تجهیزات غواړم."

ټاکل شوې ده چې ټرمپ به د جنورۍ پر ۲۰مه په رسمي ډول لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، په افغانستان کې حکومت ونيو. هغه مهال امريکايي پوځيان له افغانستانه وتلي‌وو خو د ۷ اربه ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات یې پاتې شول. امريکا او د نړۍ ځينو نورو هېوادونو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره هر کال په ميليونو ډالر لېږي خو د ټرمپ ګوند، ريپبلیکن ځينو سېنېټرانو پرې نيوکې کړې او وايي‌چې دا پیسې د طالبانو لاس ته لوېږي نو ځکه بايد بندې شي.

XS
SM
MD
LG