د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنيوا کې افغانستان سفارت له نادولتي موسسو جواز اخيستل شاتګ بللی دی


په جینوا کې د افغانستان سفیر او دایمي استازی نصیر احمد اندیشه. پخوانی انځور
په جینوا کې د افغانستان سفیر او دایمي استازی نصیر احمد اندیشه. پخوانی انځور

په جینوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنر وولکر تورک د هغه دریځ ستاینه کړې چې ویلې یې دي، طالبان دې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز ختم کړي.

په جینوا کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت استازي نصیر احمد اندیشه د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په یوه بیان کې ویلي چې که طالبان ښځو ته د نوکریو ورکولو له کبله د نادولتي موسسو جوازونه لغو کړي نو دا به دده په خبره، د شاتګ یو بل ګام وي.

وولکر تورک د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په یوه وینا کې وویل، د طالبانو هغه اعلان ډېر اندېښمن کړی دی چې وايي که نادولتي موسسې ښځې په کار وګوماري نو د فعالیت جواز به یې لغو کړي.

د راپورونو له مخې په کندهار کې د طالبانو د کابینې تر وروستۍ غونډې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه ليک کې د ملګروملتونو په ګډون کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته خبرداری ورکړی چې د ښځو د ګومارلو په صورت کې به یې په افغانستان کې د فعالیت جواز لغوه شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او زده کړو محدودیتونه لګولي دي. دوی ښځې له ثانوي او لوړو زدکړو څخه منع کړي، او پوهنتونونه او منځني ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.

طالبانو ښځې له ډېرو دولتي او ناحکومتي کارونو ګرځولې دي، او په ډېریو ادارو کې ښځو د کار حق له لاسه ورکړی. د دې ترڅنګ طالبانو ښځې له عامه ځایونو لکه پارکونو، حمامونو او ورزشي مرکزونو څخه هم منع کړې دي او هغوی له محرم پرته سفر نه شي کولای.

د امریکا په ګډون یو شمېر هیوادنو وخت پر وخت پر طالبانو غږ کړی چې که له نړۍ په رسمیت پېژندل غواړي نو دې د مېرمنو د حقونو په شمول ټول بشري حقونه ومني.

خو د طالبانو د حکومت چارواکي دعوه کوي چې د دوی د تشريح شوي (اسلامي شريعت) تر مخې يې د افغان ښځو حقونه خوندي کړي دي. دا هغه دعوه ده چې نړیوالو، د بشري او ښځو د حقونو دفاع کوونکي او افغان ښځې يې نه مني.

XS
SM
MD
LG