د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ تر ۲۰ اووره او يو ورځنيو وروسته، افغانستان له زیمبابوې د ټېسټ لوبلړۍ هم وګټله


افغان لوبغاړي د زيمبابوې د یو لوبغاړي اوټ کېدل لمانځي
افغان لوبغاړي د زيمبابوې د یو لوبغاړي اوټ کېدل لمانځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د جنورۍ پر شپږمه د زیمبابوې په بولاوايوا کې د ټېسټ کرکټ لوبو په دوهمه او اخري سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره دا لوبلړۍ وګټله.

دا پينځه ورځنۍ سیالي د جنورۍ پر دويمه پيل شوې وه. په لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې افغانستان ۱۵۷ او په دويمه کې ۳۶۳ منډې جوړې کړې وي. په ځواب کې یې زيمبابوې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۳ او په دوهمه کې ۲۰۵ منډې وکړې او په دې توګه یې دا لوبه په ۷۲ منډو وبایلله.

د افغانستان راشد خان ۱۱ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. په بیټينګ کې عصت عالم چې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه یې کوله، سلیزه جوړه کړه. پر هغه سربیره رحمت شاه هم سلیزه ووهله. شاه د دې دوو ټېسټ سیاليوو غوره لوبغاړی اعلان شو. هغه د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې غبرګه سلیزه کړې وه.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټېسټ کرکټ د لوبلړۍ لومړۍ سیالي د باران له وجې مساوي‌ پاتې شوې وه. په هغه لوبه کې ګڼ ريکارډونه جوړ شوي وو او د دواړو خواوو څو لوبغاړو پکې سلیزې کړې وي.

زیمبابوې ته د افغان لوبډلې دا سفر له نورو لاسته راوړنو هم ډک وو. افغانانو په دې لړۍ کې شل اووره او پنځوس اووره سیالۍ هم وګټلې.

XS
SM
MD
LG