د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباس عراقچي: ایران د شاوخوا ۳.۵ مېلیونو افغانانو هېواد ته ستنولو ته ژمن دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (کیڼ لوري ته) په کابل کې د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند سره خبرې کوي - د جنورۍ ۲۶مې انځور.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (کیڼ لوري ته) په کابل کې د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند سره خبرې کوي - د جنورۍ ۲۶مې انځور.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په اتو کلونو کې په لومړي ځل د کابل د سفر پر مهال د طالبانو له حکومتي چارواکو سره لیدلي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، سید عباس عراقچي د جنورۍ پر ۲۶مه له لوړپوړو طالب چارواکو سره په ملاقات کې د دواړو هېوادونو پر پوله د ترینګلتیا، په ایران کې له افغان کډوالو سره د چلند او له افغانستانه د ایران پر لوري د بهېدونکو اوبو د حق پر موضوعاتو خبرې وکړې.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف په ۲۰۱۷ز کال کې کابل ته تللی وو.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په بیان کې د عراقچي له خولې ویلي چې تهران د شاوخوا درې نیم مېلیونه افغانانو خپل هېواد ته لېږد ته ژمن دی او ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې "هېڅ اراده نه لري."

بیان وايي، عراقچي د هېلمند د سیند د اوبو د هغې موافقې پر عملي کولو ټینګار وکړ چې پکې په شریکه د اوبو د استعمال حق په ډاګه شوی دی.

د افغانستان د هېلمند سیند اوبه د ایران سیستان بلوچستان ولایت ته بهېږي چې له څو کلونو راهیسې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت ښکار دی. تهران له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې، چې پر مهال یې افغانستان هم له پرله پسې وچکالیو سره مخامخ شوی، د هېلمند د اوبو په اړه شکایت لري او تېرو څه باندې درې کلونو کې یې پر دې موضوع د طالبانو له حکومت سره تعلقات هم خراب شوي دي.

فطرت په بیان کې ویلي، د طالبانو د حکومت سرپرست وزیراعظم ملا حسن اخوند له عراقچي سره د لیدو پر مهال له ایراني حکومته وغوښتل چې له افغانانو سره دې دروند چلند وکړي او دا چې افغانستان په لنډ وخت کې د دومره لوی شمېر کډوالو د ورستنېدو چارې نه شي تنظیمولای.

په هرات کې له ایرانه ایستل شوي افغانان کورونو ته روان دي - پخوانی انځور.
په هرات کې له ایرانه ایستل شوي افغانان کورونو ته روان دي - پخوانی انځور.

ایرانيو چارواکو د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په پای کې وویل چې چې د کډوالو د اېستلو د پراخ پلان په لړ کې یې ۸۵۰،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

یوشمېر افغانانو د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې هېواد ته په ستنېدو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي ول چې ایراني چارواکي ورباندې تشدد کوي او هغه کسان هم باسي چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

خو ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي ول چې افغانان "په ډېر عزت" هېواد ته لېږدوي. د ایران د پوليسو عمومي قومندان احمد رضا رادان په سېپټېمبر کې ویلي ول چې د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر پایه به دوه مېلیونه بې اسناده افغانان له هېواده وباسي.

د طالبانو د حکومت په بیان کې راغلي چې ملا اخوند عراقچي ته وویل چې په ایران کې د افغانانو اعدامول په افغانستان کې د خلکو احساسات پاروي.

د ایران د بشري حقونو یو سازمان د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول چې پر هغه کال په ایران کې ۷۱ تنه افغانان اعدام شوي ول.

تر دې مخکې د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د عراقچي له خولې ویلي ول چې له افغانستان سره یې په اړیکو کې "لوړې، ژورې راځي" خو هیله من دی چې ورسره به اقتصادي رابطې او نورې اړیکې وده ومومي.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ایران هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو ورسره اقتصادي او سیاسي اړیکې پالي او په تهران کې یې د افغانستان د سفارت چارې هم طالبانو ته سپارلې دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG