د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي د امريکايي بنديانو په بدل کې يو افغان بندي خوشې شوی دی


افغان بندي خان محمد، چې د طالبانو د حکومت په وينا د جنورۍ پر ۲۰مه د دوو امريکايي بنديانو په بدل کې خوشې شوی دی.
افغان بندي خان محمد، چې د طالبانو د حکومت په وينا د جنورۍ پر ۲۰مه د دوو امريکايي بنديانو په بدل کې خوشې شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي دي چې له امريکايانو سره یې بنديان تبادله کړي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه په يوه خبرپاڼه کې د هغو امريکايانو نومونه نه دي اخیستي خو زیاته کړې یې ده چې د هغو کسانو په تبادله کې امريکا د خان محمد په نوم يو افغان بندي خوشې کړی او افغانستان ته يې لېږدولی دی.

بيان زياتوي چې خان محمد د امريکايي ځواکونو لخوا نېږدې دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی وو او وروسته د امريکا د کېلېفورنيا ايالت يو عدالت ورته د عمري بند سزا اورولې وه.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې له امريکايانو سره یې د دې تبادلې په اړه اوږده مذاکرات وکړل او په دې کې د قطر حکومت هم همکاري کړې ده.

د امريکا د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې خان محمد د ۲۰۰۶ز کال د اکتوبر پر ۲۹مه په ننګرهار ولايت کې نيول شوی وو او په ۲۰۰۷ز کې امريکا ته له لېږدولو وروسته په ۲۰۰۸ز کال کې د نشه يي توکو د قاچاق او وسلوالو فعاليتونو په تړاو په عمري بند محکوم شوی وو.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې او سي اېن اېن ټېلېويژني شبکې ليکلي دي چې د طالبانو لخوا خوشې شوي امريکايان ريان کوربیټ او ويليم مېککېنټي نومېږي چې په ۲۰۲۲ز کال کې طالبانو په افغانستان کې نيولي ول.

د امريکا د پخواني ولسمشر جو بايډڼ ادارې هڅه کوله چې د ګوانتانامو له پاتې بندیانو له ډلې د محمد رحیم په نوم د يو بندي په بدل کې د ریان کوربیټ، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي د خوشې کولو لپاره یوه معامله وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارژدافېیرې (ناظم الاموره) کېرن ډېکر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر ۱۲مه ويلي ول چې د طالبانو له بند څخه د دغو درو امریکایي وګړو خوشې کول د امريکا د سفارتي ماموريت لومړۍ دنده ده.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر ۱۱مه اریانا نیوز ټېلېويژن ته ويلي ول چې یوازې دوه امریکایي وګړي په افغانستان کې بندیان دي او دوی غواړي چې دا دوه تنه په امريکا کې له بندي افغانانو سره تبادله کړي.

نوموړي زياته کړې وه چې د محمود شاه حبیبي په نوم هېڅوک له طالبانو سره بندي نه دی. حبیبي چې افغان الاصله امریکایي دی، په افغانستان کې د تېر جمهوریت پر مهال د ملکي هوایي چلند د ادارې سرپرست پاتې شوی دی.

د امریکا د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف تی اې) د اګست پر ۱۲مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي د ورکېدو په اړه معلومات غواړي. حبيبي د ۲۰۲۲ز کال له اګست میاشتې راهیسې له کابل څخه تري تم کړل شوی دی.

اېف ای اې په یوه بیان کې ویلي دي چې حبیبي د طالبانو له‌ خوا توقیف شوی او له ورکېدو راهیسې یې د هغه غږ نه‌ دی اورېدلی.

XS
SM
MD
LG