د چارواکو په وینا، دا چې د پوځ د سرتېرو موټر زري (بم پروف) وو نو ځکه په دغه ځانمرګي برید کې د پوځ غاړې ته ځاني تلفات وانوښتل خو په ژوبلو عسکرو کې د دوو حالت نازک ښودل شوی دی.
په سوات کې د وسله والو د شتون په اړه د خلکو اندېښنې هغه وخت زياتې شوې کله چې د ۲۰۲۲ز د اګست پر اتمه په مټه کې د وسله والو لخوا د پوليسو د يوه ډي اېس پي د تښتونې او د هغه د ټپي کېدو خبرونه خپاره شول.
د تورخم انتظامي چارواکو مشال راډيو ته د دې ويډيو د کره والي تصدیق کړی دی او وايي چې دا پېښه د اکتوبر پر ۲۸مه شوې ده. د ويډيو تر خپرېدو ورسته، انترنېټ کاروونکو په تورخم کې پر پاکستان چارواکو سختې نيوکې کړې او تورن افسر ته يې د سزا ورکولو کمپاين وچلاوه.
میا افتخار حسېن تر خبري غونډې وروسته له مشال راډيو سره په مرکه کې ادعا وکړه چې عمران خان له دې وجې پر پوځي ایسټېبلیشمېنټ نيوکې کوي چې هغوی د پاکستان په سیاست کې د غیرجانبداره پاتې کېدو خبره کړې او د عمران خان مرسته نه کوي.
د لاريون يو مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي مولانا زينت الله افغان مشال راډيو ته وويل چې په جنوبي وزيرستان کې هره ورځ د خلکو د تښتونو، هدفي وژنو او قلنګ اخيستلو پېښې رامينځ ته کېږي.
د شمالي وزیرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي خان هم د نومبر پر شپږمه تر خبرو اترو وروسته له رسنیو سره وغږېدی او ویې ویل چې د دوی ترمینځ ټولې ستونزې حل شوې دي.
په خیبر ضلع کې انتظامي چارواکو او امنیتي ځواکونو ویلي چې په تیرا کې یې د وسلوالو پرضد عملیات پيل کړې دي. دوی ویلي ول چې د ناامنۍ ختمولو ته چمتو دي او هېڅکله وسلوالو ته د امنیت خرابولو موقع په لاس نه ورکوي.
د ځوانو استادانو اتحادیه وایي، په دغو کې زیاتره استادان په ۲۰۱۹ز کال کې اخیستل شوي دي او زیاتره پکې د پرایمري سکولونو استادان شامل دي.
د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل، د دې نرسانو تر ټولو لویه مسله د هاسټل کوټې د کرایې ده کومه چې د ده په وینا اوس هم کمه ده.
نور وښیئ