د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني چارواکي وايي د بې اسناده افغانانو ایستلو ته جدي دي


له ایرانه ایستل شوي یوشمېر افغانان هرات ولایت ته تر داخلېدو وروسته د کورونو پر لوري روان دي - پخوانی انځور.
له ایرانه ایستل شوي یوشمېر افغانان هرات ولایت ته تر داخلېدو وروسته د کورونو پر لوري روان دي - پخوانی انځور.

د ایران د رضوي خراسان ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو ادارې ویلي دي چې له هغه هېواده د بې اسناده افغانانو ایستلو ته جدي دی.

دولتي خبري اژانس اېرنا د اپرېل پر ۱۰مه د هغې ادارې د مشر حسین شرافتي راد له خولې وویل چې بې اسناده افغانان نیسي او هېواد ته یې ستنوي.

نوموړي دا خبره تر هغې یوه ورځ وروسته کړې ده چې د ایران د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې له افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي او ودان دې یې کړي.

وزارت وویل چې اړونده ادارې به په مسلسل ډول بې جوازه بهرني وګړي خپل هېواد ولېږدوي.

بیان زیاتوي چې نور په ایران کې د افغانانو د منلو امکان نه شته.

اخوا د بهرنیو وګړو او کډوالو اداره وايي چې یوازې د رضوي خراسان ولایت په مرکز مشهد ښار کې شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ کارډ لرونکي ۲۰۰،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال اوسي.

تر دې مخکې د اپرېل پر پینځمه د تهران ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې عمومي ريیس احسان حیدري رسنیو ته ویلي ول چې بې اسناده کډوالو ته هېڅ رفاهي اسانتیاوې نه ورکوي او باید له هېواده وایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سیند او پنجاب حکومتونو په مارچ کې ویلي ول چې پلان لري چې د اپرېل له نیمايي څخه له هېواده د افغان وګړیتوب یا سېټېزن کارډونو لرونکو د ایستلو بهیر پیل کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) او په کراچۍ کې د افغان کډوالو د مرستې کمېټۍ په ګډون فعالانو او یوشمېر سازمانونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې سمدستي دې له هغې پرېکړې په شا شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې، په ایران او پاکستان کې اوسمهال شاوخوا ۴۸ لکه افغان کډوال اوسي.

له هغو څخه یې شاوخوا یو مېلیون په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللي ول.

یو اېن اېچ سي ار وايي چې په پاکستان کې ۱۴ لکه داسې افغان کډوال اوسي چې هغې ادارې رجسټر کړي او د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه لري.

هغه اداره وايي چې په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي ول.

یو اېن اېچ سي ار داراز دا هم وايي چې په پاکستان کې لکونه نور بې اسناده کډوال هم پراته دي.

ایران او پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې شاوخوا یو مېلیون افغانان هېواد ته لېږدولي دي.

XS
SM
MD
LG