د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې زرګونو کسانو د امن لپاره احتجاجي لاريون کړی


د نومبر پر اتمه د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د امن لپاره شوي لاريون کې د قبايلي او سياسي مشرانو او مدني فعالانو په ګډون زرکونو کسانو ګډون کړی وو.
د نومبر پر اتمه د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د امن لپاره شوي لاريون کې د قبايلي او سياسي مشرانو او مدني فعالانو په ګډون زرکونو کسانو ګډون کړی وو.

د جنوبي وزيرستان په واڼه کې نن (د نومبر پر اتمه) زرګونو کسانو د امن لپاره احتجاجي لاريون وکړ.

د واڼه په روستم بازار کې د شوي دې لاريون يو ګډونوال او د عوامي نېشنل ګوند ځايې مشر اياز وزير مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان رياستي ادارې دې په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره خپلې ذمه وارۍ ژر تر ژره پوره کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې هره ورځ په هغه سيمه کې ناامني زياتېږي او په خبره يې چې وسله وال په رڼا ورځ په لارو کې ګرځي.

نوموړی زياتوي چې وزيرستانيان نور ظلم او زياتې نه شي زغملای: "نوره موږ توره تياره نه برداشت کوو. نوره ترهګري، بدامني او غنډه ګردي نه منو."

دا لاريون تر هغه وروسته شوی چې د جنوبي وزيرستان پولیسو په وينا ناڅرګنده وسله والو د نومبر پر شپږمه په واڼه کې يو ټېکدار تښتولی دی. د تښتول شوي ټېکدار طارق رضوان وزیر کورنۍ مشال راډيو ته ويلي چې نوموړی د تعميراتي کارونو کمپنۍ لري. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې تښتونې په اړه څه نه دې ويلي.

د ننني لاريون يو بل مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي مولانا زينت الله افغان مشال راډيو ته وويل چې په جنوبي وزيرستان کې هره ورځ د خلکو د تښتونو، هدفي وژنو او قلنګ اخيستلو پېښې رامينځ ته کېږي. "زموږ بنيادي غوښتنه دا ده چې طارق وزير دې ژر تر ژره بازياب کړل شي، له ګاډو دې تورې ښيښې بلا امتياز صفا کړل شي، په وزيرستان کې دې پر اسلحې مکمل بنديز ولګول شي، د بدامنۍ مخنيوی دې وشي او سرکار دې خپلې اييني ذمه وارۍ وپېژني."

بلخوا د جنوبي وزيرستان پوليسو مشر عتيق الله وزير د نومبر پر څلورمه مشال راډيو ته ويلي وو چې چې د نورو سيمو پرتله هلته امنيتي حالات ښه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا پینځو میاشتو کې په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، سوات او نورو يوشمېر سيمو کې د ناامنۍ په پېښو کې د سياستوالو او قامي مشرانو په ګډون يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

بلخوا په هغو سيمو کې ځايي ولس د دې پېښو خلاف احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي. خو صوبايي او وفاقي حکومتونه بيا وايي چې د صوبې امنیت ته ژمن دي او دا چې د دې لپاره یې امنیتي او استخباراتي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG