د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د بارانونو له امله د وژل شویو شمېر ۳۳ ته لوړ شوی


په میدان وردک کې د سېلاب څخه اغیزمن شوي کور مخې ته د سیمې خلک ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په میدان وردک کې د سېلاب څخه اغیزمن شوي کور مخې ته د سیمې خلک ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د طبعي ناورينونو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې په تېرو څلورو ورځو کې د بارانونو له کبله په افغانستان کې ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د وزارت وياند ملا جانان د اپريل پر۱۴مه، ويلي چې سېلابونو د کابل په ګډون په نورو ولايتونو کې ۲۷ کسان ټپیان کړي او ۶۰۶ کورونو يې ويجاړ کړي دي.

د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ملا محمد انور فيروز ويلي چې د یکشنبې پر ورځ، په تازه پېښه کې په دې ولایت کې د سېلابونو له وجې دوه ځوانان چې د تفریح لپاره له غزني ورغلي ول، ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې هم د طبعي ناورينونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ويلي چې د اپرېل له ۱۲مې راهيسې د سختو بارانونو، تندرونو پرېوتو، د کمرونو او کورونو نړېدو په پېښو کې په دې هېواد کې ۲۷ کسان وژل شوي او تر ۱۵ زیات ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې د ژمي لومړۍ دوه میاشتې وچې تېرې شوې وې خو له هغه راهیسې تر اوسه څو ځلې بارانونه شوي دي.

په فبرورۍ او مارچ کې په افغانستان کې تر اوږدمهالې وچکالۍ وروسته تر شاوخوا درو اوونیو پورې واوره وورېده او بارانونه وشول چې کروندګرو ته یې سږ کال د زیاتو حاصلاتو هیله ورکړې وه.

د هغو ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۶۰ تنه وژل شوي ول. د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت په وینا، په ورښتونو کې تر ۱،۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او ۱۸۰،۰۰۰ څاروي وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG