لاره د نومبر پر ۱۸مه پر پوله د دوو قومونو او د طالبانو د حکومت سرتېرو ترمینځ تر نښتې وروسته وتړل شوه. د خرلڅیو دوپرزي او بنګښ د پولې هغې خوا ته د ځمکې د ملکیت دعوه لري او نښته هم هلته د طالبانو د حکومت د تعمیراتي چارو پیلولو له وجې پیل شوې وه.
د کان کیندونکو د اتحاديې يو مخکښ عابد يار د نومبر پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل چې هغه کسان په کان کې د اکسيجن د کموالي له امله مړه شوي دي. د نومبر پر ۲۷مه په شوې پېښه کې وژل شوي دواړه کسان د شانګلې اوسېدونکي دي.
د جانيخېلو مشرانو د نومبر پر ۲۷مه نېټه په جرګه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې د دوی د پرلت په نتیجه کې ورسره تړون کړی وو
کمېټۍ په صوبه کې د تعلیم د پرمختګ لپاره روانو هلو ځلو ته کتنه کړې او په کوز دیر کې یې د تعلیمي ادارو د ستونزو د هواري لپاره د اسمبلۍ د غړي نصیر الله خان په مشرۍ یوه ذیلي کمېټۍ هم جوړه کړې ده.
د ملي جمهوري غورځنګ یوه مشر ندیم عسکر مشال راډیو ته وویل، په احتجاج کې د ګڼو خلکو ګډون د "ترهګرۍ پرضد د ټولپوښتنې (رېفرنډم) معنا" لري. دی وايي، ریاست دې د امنیت په اړه خپله ذمه واري پوره کړي.
د پولیو کنټرولولو اداره وايي، د ډېسېمبر له پینځمې څخه په پیلېدونکي دویم پينځه ورځني کیمپېن کې به د پېښور، خیر، نوښار، مومندو، باجوړ، سوات، جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان لکونه ماشومان واکسینېږي.
د شمالي وزیرستان د پولیسو مشران وايي، په لومړي سر کې به د پولیسو دا ځانګړې ډلګۍ په میرلي او میرامشا کې فعالیت پیلوي ځکه چې دم ګړۍ ته هلته حالات خراب دي خو بیا وروسته به د یادې قبایلي ضلعې نورو سیمو ته هم دوی واستول شي.
شوکت یوسفزي دا هم وویل چې د ده د معلوماتو له مخې، د دې کان کېندونکيو تښتونکي د سکرو د کانونو له کمپنیو قلنګ غواړي.
د پېښور های کورټ چيف جسټس قیصر رشيد خان له هغه څخه سوګند واخیست. حاجي غلام علي د جمعیت علما اسلام (ف) یو مهم سیاستوال او د پېښور یو له لويو کاروباريانو څخه ګڼل کېږي.
یادو قبیلو نن (نومبر پر ۲۴مه) په بکاخېلو کې یوه جرګه کړې چې پکې يې د احتجاج په توګه د غلام خان د تجارتي لارې تړلو فیصله کړې ده.
مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، له بېلابېلو تجارتي مالونو ډک لږ تر لږه سل ټرکونه د پاکستان او پنځوس ټرکونه د افغانستان په خوا کې ایسار پاتې دي.
نور وښیئ