د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات چارواکي ادعا کوي چې امنيت يې بشپړ پر ځای کړی دی


په دا وروستيو کې په سوات کې تر ولسي جرګو او احتجاجونو وروسته حکومت هم د امن په اړه يوه جرګه وربللې وه ــ انځور له ارشيفه
په دا وروستيو کې په سوات کې تر ولسي جرګو او احتجاجونو وروسته حکومت هم د امن په اړه يوه جرګه وربللې وه ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د سوات ضلعي انتظاميه دعوه کوي چې د دې سيمې امنيت ټينګ دی او خلک يې پرته له کومې وېرې ترهې عادي ژوند کوي.

د سوات اېډيشنل ډيپټي کمېشنر سهيل خان د نومبر پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې د هغې سيمې امنيت په بشپړه توګه پرځای دی او خلک دې يې د وسله والو د موجوديت له امله خطر نه احساسوي.

نوموړي زياته کړه چې پوليس او نورې قانون عملي کوونکې ادارې د وګړو د سر او مال د حفاظت ذمه وارې دي او دا چې د وېرې هېڅ خبره نشته. "زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې وېرېږي دې نه او په سوات کې چې هر ځای ته تګ غواړي نو ځي دې."

نوموړي زياته کړه چې د ناامنۍ پېښې يوازې په سوات کې نه بلکې د پاکستان په نورو برخو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم وخت په وخت کېږي. "په سوات کې د ترهګرۍ په اړه کوم خطر نشته. ما دلته وسله وال نه دي ليدلي. يوازې په يوه پېښه کې زموږ يو ډي اېس پي زخمي شوی وو. د سوات پر داخلي او خارجي لارو او پر هغو ټولو شيانو زموږ پوره نظر دی چې د دې سيمې امن ته خطر پېښولای شي."

په سوات او بنو کې د امن لپاره احتجاجي‌ مظاهرې شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00

په سوات کې د وسله والو د شتون په اړه د خلکو اندېښنې هغه وخت زياتې شوې کله چې د ۲۰۲۲ز د اګست پر اتمه په مټه کې د وسله والو لخوا د پوليسو د يوه ډي اېس پي د تښتونې او د هغه د ټپي کېدو خبرونه خپاره شول.

تر هغې وروسته په سوات او د ملاکنډ ډويژن په بېلا بېلو سيمو کې په هدفي بريدونو کې یو شمېر خلک په نښه شول.

د "سوات قامي جرګې" مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ، مختيار باچا په سوات کې د وسله والو د نه شتون په اړه د انتظامي افسر سهيل خان دعوه بې بنياده بولي. باچا برعکس وايي چې د سوات په شمول د بونېر په ځينو غرونو کې اوس هم وسله وال موجود دي.

د نوموړي په خبره، دا ځل د سيمې خلک بيداره او د ترهګرو په وړاندې درېدو ته تيار دي. "د خلکو پوخ باور دی چې په سوات کې د ترهګرۍ د نوې لړۍ په پيلېدو کې د حکومتي او رياستي ادارو لاس دی. د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير يو وياند دلته په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې وسله وال راغلي ول خو هدف يې د خپلې ترور يا خور پوښتنه وه. دا يو ډېر غير سنجيده بيان او د سيمې په خلکو پورې خندا وه."

مختيار باچا زياتوي چې په شاوخوا سيمو کې په دا وروستيو کې وسله وال ليدل شوي دي. "څلور ورځې مخکې رپورټ راغلی چې د سوات د کالا کوټ په غرونو کې وسله وال ليدل شوي دي. د خوازه خېلې په چورلکه سيمه او د زين او د ګټ سر په غرونو کې هم وسله وال ليدل شوي دي. د ملاکنډ ډويژن په ځينو سيمو، په تېره د بونېر په ايلم غر کې هم د وسله والو د شتون په اړه رپورټونه دي."

نوموړي زياته کړه چې د امنيت په اړه په حکومتي دعوو کې هېڅ صداقت نشته، خو د هغه په وينا د سيمې خلک د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته چمتو دي.

مشال راډيو د سوات او بونېر په غرونو کې د وسله والو د شتون په اړه د مختيار باچا د دعوو تصديق په خپلواکه توګه نشي کولای.

په عين وخت کې حکومت او هم پوځ په بيا بيا ويلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي.

په وروستيو کې د سوات ترڅنګ په بونېر او کوز دير کې هم خلکو د ترهګرۍ ضد احتجاجونه وکړل.

د اکتوبر پر ۲۸مه د "سوات ولسي پاڅون" تر سيوري لاندې په بريکوټ کې د امن په نوم يوه جلسه وشوه چې ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم وينا کړې وه.

د پاڅون يو غړي او وکيل عطاالله جان د نومبر پر اتمه مشال راډيو ته وويل، په سوات کې له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې نسبي ارامي ده، خو خلک لا هم د خپل امنيت له پلوه پوره ډاډمن نه دي.

"شاوخوا مياشت کېږي چې په سوات کې د ترهګرۍ پېښه نه ده شوې. وقتي طور يوه بهتري راغلې ده، خو موږ غواړو چې سيمه مو په مستقله توګه امن شي. د سوات خلکو سخت مزاحمت او لوی پاڅون کړی دی. دې به هم خامخا اثر کړی وي، ځکه چې د ولس زور د خدای زور دی. ژوند بېرته عادي شوی دی، خو په يقين سره نشو ويلای چې ګواکې له سواته به ترهګر تللي وي."

د سوات د سوداګرو اتحاديې "سوات ټريډرز فېډرېشن" وياند ډاکټر خالد محمود خالد هم مني چې د سوات امنيتي حالت يو څه ښه شوی، خو زياتوي چې د ناامنۍ وروستيو پېښو د سيمې کاروبار، په تېره د هوټلونو صنعت زښته اغېزمن کړی دی. "زموږ د احتجاجونو برکت دی چې امنيت مو ښه کېدو خوا ته روان دی. حکومت ته پکار دي چې د خپلو اقداماتو لپاره د سوات قامي جرګې، سوات ولسي پاڅون او د سياسي ګوندونو د مشرانو باور ترلاسه کړي. د صوبې اعلا وزير سوات ته د وسله والو د بېرته راتګ خبره نه مني. خو موږ ورته وايو چې هغوی دلته موجود دي او پوښتنه مو دا ده چې اخر له کومې راغلل؟"

نوموړی زياتوي چې د ترهګرۍ د پېښو له لاسه د سوات کاروباري طبقه زياته اغېزمنه شوې ځکه چې سيلګري ډېره کمه شوې ده. "د سوات په لويو بازارونو، لکه د مېنګورې، مټې، خوازه خېلې او د بريکوټ په بازارونو کې د مخکې په څېر ګرما ګرمي نشته."

دا چې حکومت داسې څه وکړي چې د سيمې د امنيت په اړه د خپلو اقداماتو لپاره له ولسي ملاتړه برخمن شي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د سوات قامي جرګې مشر مختيار باچا وايي، حکومتي او رياستي ادارې بايد له وسله والو سره د سولې د "پټو خبرو" پالېسي نوره پرېږدي. د نوموړي په خبره، له وسله والو سره د پاکستان د ايين او قانون په رڼا کې د سولې د خبرو بشپړ اختيار بايد پارلېمان ته ورکړل شي.

د پاکستان حکومت تېره جون مياشت د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې پيل کړې وې.

د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير وياند محمد علي سيف، چې له طالب وسله والو سره په خبرو کې ښکېل پاتې شوی، د اکتوبر پر ۱۹مه په مېنګوره کې په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې له تحريک طالبان پاکستان سره يې هېڅ ډول لوظنامه نه ده کړې او نه يې هم وسلوالو طالبانو ته سوات يا د خيبر پښتونخوا نورو سيمو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG