د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون قامي اتحاد: د امن لپاره پټې جرګې نه منو، حکومت دې ښکاره جرګې وکړي


پښتون قامي اتحاد، د نومبر پر څلورمه د صوابۍ په امبار سیمه کې د "پښتون امن مارچ" په نوم لاریون او لویه جلسه وکړه.
پښتون قامي اتحاد، د نومبر پر څلورمه د صوابۍ په امبار سیمه کې د "پښتون امن مارچ" په نوم لاریون او لویه جلسه وکړه.

پښتون قامي اتحاد له حکومته غوښتنه وکړه چې امنیت دې ټینګ کړي، د بد امنۍ، هدفي وژنو، قلنګ اخیستو، د جبري لادرکۍ او د طالبانو د بیا مخې ته راتلو مخه دې ونیسي.

یاد اتحاد د نومبر پر څلورمه د صوابۍ په امبار سیمه کې د "پښتون امن مارچ" په نوم لاریون او لویه جلسه وکړه. په دې لاریون او جلسه کې د ګڼو ګوندونو مشرانو او پلویانو ګډون وکړو چې پکې عوامي نېشنل ګوند هم شامل دی.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان جلسې ته د وینا پر مهال وویل، دوی په پښتنه سیمه کې نوره نا امني نشي زغملی. نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې د نا امنۍ د پېښو پر ضد ګامونه پورته کړي. "زما د خاورې تر ټولو لویه مسله د امن ده، زما د خاورې دویمه لویه مسله زما وسایل دي چې اختیار یې له ما سره نشته.زموږ همدا اېجنډا ده چې د خپلې خاورې د امن او د خپلو وسایلو د اختیار لپاره به مبارزه کوو."

د پښتون امن مارچ ګډونوال
د پښتون امن مارچ ګډونوال

د احتجاج او لاریون پر مهال ګډونوالو بینرونه هم اوچت کړي ول چې پکې د امن د غوښتو شعارونه لیکل شوي وو.

امن لانګ مارچ ته د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر امیر حیدرخان هوتي هم وینا وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت دې د ترهګرو سره په پټه نه بلکې په ډاګه مذاکرات وکړي.

نوموړي وړاندې وویل: "پښتانه یو، جرګې کوو او په جرګو پوهېږو، که زموږ مسلې په جرګو حل کېږي نو ډېره ښه خبره ده خو د بندو دروازو جرګې نه منو. د تورو تیارو جرګې نه منو، د پردو جرګې نه منو، هغه جرګې نه منو چې مونږ له لاس او پښې تړي، نه منو هغه جرګې چې ما په تیاره کې وساتي، نه منو هغه جرګې چې ماته وايي، کور درله ابادوم او کور راته ورانوي. نه منو داسې جرګې."

نوموړي دا غوښتنه هم وکړه چې پر پخواني وزیر اعظم عمران خان باندې د ترسره شوي برید پلټنه دې هم وشي.

پښتون قامي اتحاد د امن لپاره دا لاریون په داسې وخت کې کړی چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په سوات او قبایلي ضلعو کې د بد امنۍ پېښې زیاتې شوې دي. په دغو پېښو کې ګڼ کسان مړه او ژوبل شوي هم دي.

خو بل پلو پولیس، امنیتي ادارې او حکومتي چارواکي بیا وايي چې د وسله والو پر ضد یې اقدامات کړې دي او په سیمه کې د امنیت د ټینګولو لپاره کوششونه روان دي.

XS
SM
MD
LG