د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې له يوې افغانې سره په "ناوړه چلند" تورن پاکستاني چارواکي دنده ځنډول شوې


 پاکستاني سرتيري پر تورخم دوازه څارنه کوي (انځور له ارشیفه)
پاکستاني سرتيري پر تورخم دوازه څارنه کوي (انځور له ارشیفه)

د پاکستان تحقیقاتو وفاقي اداره (اېف ای اې) وايي د هغه چارواکي دنده ځنډول شوې چې په تورخم کې يوې افغان مېرمنې ته په "لاس ور وړلو" تورن شوی دی.

په دې اړه د دغې ادارې لخوا د نومبر پر اتمه خپرې شوې اعلاميه کې راغلي چې د کامران نواز په نامه کانسټېبل یې "له دندې معطل" کړی او که تور پرې ثابت شو نو سزا به ورکول کېږي.

دوې ورځې مخکې پر فېسبوک خپرې شوې يوې ويډيو کې پاکستان ته پر تورخم لار اوښتونکې يوه افغانه مېرمن وايي چې له خپلې ناروغې مور سره پاک - افغان دوستي روغتون ته ننوتله چې هلته ورسره يو سرکاري افسر چې په اردو ژبه یې خبرې کولې، بد چلند وکړ.

نامعلوم ويډيو جوړونکی له هغې پوښتنه کوي چې "څه بد چلند یې وکړ؟" هغه ښځه ورته په ځواب کې د خپل بدن بېلابېلو ځايونو ته اشاره کوي او وايي: "ما ته یې دلته دلته لاس راوړ." دغه افغانه په ويډيو کې په ژړغوني اواز وايي چې هغه افسر ته یې وويل چې پلار نه لري او غواړي بېرته ولاړه شي.

په ځواب کې ورته ويډيو جوړونکی وايي: "ته ژاړه مه. زه دې ورور یم." معلومه نه ده چې دا ويډيو چا جوړه کړې خو پر فېسبوک له ګڼو حسابونو شريکه شوې او په لکونو خلکو کتلې ده.

د تورخم انتظامي چارواکو مشال راډيو ته د دې ويډيو د کره والي تصدیق کړی دی او وايي چې دا پېښه د اکتوبر پر ۲۸مه شوې ده. د ويډيو تر خپرېدو ورسته، انترنېټ کاروونکو په تورخم کې پر پاکستاني چارواکو سختې نيوکې کړې او تورن افسر ته يې د سزا ورکولو کمپاين وچلاوه.

په پېښور کې د ښځو حقونو فعالې ناهید اپرېدۍ له مشال راډيو سره په خبرو کې له پاکستاني حکومته وغوښتل چې تورن کس ته دې سخته سزا ورکړل شي او په تورخم کې دې د ښځو د "سپکاوي" مخه ونيول شي. "اکثره افغان مېرمنې خپلو ناروغانو سره پاکستانه ته ځي. په تورخم کې یې بې حرمتي کېږي. له ښځو سره داسې رويه کول زموږ د کلتور خلاف کار دی چې يو سړی د مېرمنو تالاشي کوي."

د اېف ای اې چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې دا قضيه يې په پېښور کې د صوبې په کچه مرکزي دفتر ته لېږلې ده. چارواکو ژمنه کړې چې شفافې پلټنې به کېږي او که تورونه ثابت شي نو د ښکېل افسر پر ضد به کاروايي کوي.

په پېښور کې د افغان کډوالو د قومونو د شورا مشر عصمت الله توخي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې پر تورخم په زرګونو خلک ځي راځي نو دغلته پر دندو ولاړو کسانو ته بايد معلومه وي چې له خلکو سره څنګه چلند وکړي. هغه زیاته کړه چې د ښځو د تالاشۍ لپاره دې ښځې او د نارینوو د تالاشۍ لپاره دې نارينه سرتېري وګمارل شي.

XS
SM
MD
LG