د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې دوه پولیس وژل شوي او دوه زخميان شوي دي


د جنوبي وزيرستان پولیس په واڼه کې د يو افسر تر وژنې وروسته هغه ته درناوی وړاندې کوي (انځور له ارشيفه)
د جنوبي وزيرستان پولیس په واڼه کې د يو افسر تر وژنې وروسته هغه ته درناوی وړاندې کوي (انځور له ارشيفه)

په جنوبي وزیرستان کې چارواکي وايي چې د وسله والو په يو بريد کې دوه پولیس والا وژل شوي او دوه زخميان شوي دي.

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر نهمه د شپې یوه نیمه بجه وسله والو په راغزۍ سیمه کې پر پولیس تاڼې د سپکو او درنو وسلو برید وکړ.

د چارواکي په خبره وروسته د وسله والو سره د ډزو په تبادله کې دوه پولیس اهلکار ووژل شول او دوه نور زخمیان شول. وسله والو د پولیسو ګاډی هم سوځولی او له تاڼې یې وسله هم یوړله.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني مشال راډيو ته په یو استولي پېغام کې د حملې ذمه واري قبوله کړې ده.

دې کالعدم وسله والې ډلې په داسې حال کې دا حمله کړې ده چې دوی د پاکستاني حکومت سره د مې میاشتې په اخره کې د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی دی. که څه هم هېڅ یوې خوا نه دې ويلي چې دا جنګ بندي ختمه شوې خو بریدونه او پوځي کارروايانې روانې دي.

د جنوبي وزيرستان په زرګونو کسانو د نومبر پر اتمه په واڼه کې د امن لپاره مظاهره کړې وه. د واڼه په روستم بازار کې د شوي دې لاريون يو ګډونوال او د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر اياز وزير مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان رياستي ادارې دې په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره خپلې ذمه وارۍ ژر تر ژره پوره کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې هره ورځ په هغه سيمه کې ناامني زياتېږي او په خبره يې چې وسله وال په رڼا ورځ په لارو کې ګرځي. هغه زياتوي: "وزيرستانيان نور ظلم او زياتې نه شي زغملای. نوره موږ توره تياره نه برداشت کوو. نوره ترهګري، بدامني او غونډه ګردي نه منو."

د نومبر پر شپږمه، وسله والو په واڼه کې يو ټېکدار تښتولی وو. پولیسو او د تښتول شوي کس طارق رضوان وزیر کورنۍ مشال راډيو ته ويلي چې نوموړی د تعميراتي کارونو کمپنۍ لري. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې تښتونې په اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG