په ترسره شوي دې لاریون کې د جانيخېلو مشرانو، ځوانانو او د سکولونو زده کونکو ګډون وکړ. دوی وايي، په سیمه کې هدفي بريدونه روان دي او وسله وال ازاد ګرځي.
دا هغه قبیلې دي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتونو له وجې له ډېرو کلونو راهیسې په بنو او خواو شا نورو سیمو کې اوسېږي او تر اوسه ورته حکومت د واپسۍ اجازه نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې په خيبرپښتونخوا کې په وروستيو پينځو مياشتو کې د وسلوالو لخوا په بريدونو کې د امنيتي سرتېرو ترڅنګ سياستوال، قبايلي مشران او ځوانان وژل شوي
اژانس وايي، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او نورو حکومتي چارواکو پر پېښه د خپګان څرګندونه کړې ده. عارف زیاتوي چې چارواکو د کان دننه د چاودنې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
خبریال او د چارو شنونکی مشتاق یوسفزی وايي، هغه ګوند په سیمه کې د "ترهګرۍ" پر ضد "یو قوي" اواز دی او نور ګوندونه په دومره شدت د امن لپاره اواز نه شي اوچتولای، ځکه د هغه ګوند سیاستوالان د وسلوالو ډلو هدف ګرځي.
اسلام اباد تر عملیاتو او خپلو کلیو ته د خلکو تر ستنېدو وروسته د بحالۍ چارو او اغېزمنو ته د تاوانونو ورکولو بهیر ته دوام ورکړی دی خو د جنوبي وزیرستان د مسیدو سیمو مشران وايي، ګڼې کورنۍ لا هم له مالي مرستو بې برخې دي.
د میرلي د تاڼې یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال راډیو ته یې وویل چې "نامعلومو وسله والو" د شپې یو زرګر او د هغه دوه نور ملګري په دوکان کې له خوبه پاڅولي او له ځان سره بېولي چې بيا وروسته يې په ډزو وژلي دي.
لاره د نومبر پر ۱۸مه پر پوله د دوو قومونو او د طالبانو د حکومت سرتېرو ترمینځ تر نښتې وروسته وتړل شوه. د خرلڅیو دوپرزي او بنګښ د پولې هغې خوا ته د ځمکې د ملکیت دعوه لري او نښته هم هلته د طالبانو د حکومت د تعمیراتي چارو پیلولو له وجې پیل شوې وه.
د کان کیندونکو د اتحاديې يو مخکښ عابد يار د نومبر پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل چې هغه کسان په کان کې د اکسيجن د کموالي له امله مړه شوي دي. د نومبر پر ۲۷مه په شوې پېښه کې وژل شوي دواړه کسان د شانګلې اوسېدونکي دي.
د جانيخېلو مشرانو د نومبر پر ۲۷مه نېټه په جرګه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې د دوی د پرلت په نتیجه کې ورسره تړون کړی وو
کمېټۍ په صوبه کې د تعلیم د پرمختګ لپاره روانو هلو ځلو ته کتنه کړې او په کوز دیر کې یې د تعلیمي ادارو د ستونزو د هواري لپاره د اسمبلۍ د غړي نصیر الله خان په مشرۍ یوه ذیلي کمېټۍ هم جوړه کړې ده.
د ملي جمهوري غورځنګ یوه مشر ندیم عسکر مشال راډیو ته وویل، په احتجاج کې د ګڼو خلکو ګډون د "ترهګرۍ پرضد د ټولپوښتنې (رېفرنډم) معنا" لري. دی وايي، ریاست دې د امنیت په اړه خپله ذمه واري پوره کړي.
نور وښیئ