د پي ټي اېم مشر منظور پشتین هم د نومبر پر ۱۴مه ټوېټر لیکلي دي چې په وروستۍ قضیه کې د وزیر ضمانت شوی دی. پر وزیر په ۲۰۲۰ز کال کې په میرامشا کې د لاوډ سپیکر قانون سرغړونې په تور مقدمه دایره شوې وه.
د خيبر پښتونخوا حکومت او پوځي چارواکو دا رد کړې او ډاډ یې ورکړی چې امن به پر ځای ساتي. صوبايي حکومت وايي، امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ځایونو کې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او وسلوال حکومتي عملدارۍ چیلېنجولو ته نه پرېږدي.
د خیبر ضلعې د زراعت محکمه وايي، هلته یې خلکو ته د خرېړي یا مشروم د پیداوار تربیت ورکړی او ځینې کروندګرو په ډير مقدار کې ترې حاصلات اخیستي دي.
د سوات د پولیسو مرستیال مشر وايي، که څه هم مجسمې ته ډير زیان نه دی رسېدلی خو دغه کار د پاکستان د قوانينو خلاف کار دی نو ځکه یې ابوبکر نيولی دی.
د ډاکټرانو اتحادیه وايي چې حکومت د بورډ اف ګورنرز په نامه په هسپتالونو کې سیاسي مداخلت ته لار هواروي او ځینو خلکو ته د مالي ګټو ورکولو لپاره یې د روغتیايي ادارو د شخصي کولو پلان جوړ کړی دی
لاریون چې کله له رستم بازاره پیل شوی نو ګډونوالو یې په داسې ولوله د پورته کېدونکو شعارونو ځوابونه ورکول چې د بد امنۍ پرضد غصه پکې له ورایه ښکاریده.
د صوبې د بلدیاتي ادارو د منتخبو غړو د کونسل مشر او د تحصیل مردان منتخب چيرمين حمایت الله مایار د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د دې احتجاجي ناستې لپاره د بلدیاتي ادارو د منتخبو غړو مشاورتي غونډه يې د نومبر په ۱۴مه د پېښور د ضلعي د اسمبلۍ په ودانۍ کې بللې ده
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي دوی په صوبه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او هیڅ کله وسله وال د حکومت عملداري ننګولو ته پرېنږدي.
د صوبې د خزانې وزیر تیمور سلیم جګړا پرون (د نومبر پر ۱۰مه) په پېښور کې یو خبري کانفرانس ته وویل، په وفاق باندې یې د بجلۍ د خالصې ګټې، د قبایلي ضلعو د بجټ او په اېن ایف سي ایوارډ کې ۱۱۳ اربه روپۍ ورپورې دي.
د چارواکو په وینا، دا چې د پوځ د سرتېرو موټر زري (بم پروف) وو نو ځکه په دغه ځانمرګي برید کې د پوځ غاړې ته ځاني تلفات وانوښتل خو په ژوبلو عسکرو کې د دوو حالت نازک ښودل شوی دی.
نور وښیئ