په کورمه ضلعه کې اوسمهال د عیسویانو د ۲۲۵ کورنیو تر څنګ د هندوانو لږترلږه ۱۵ کورنۍ له لسیزو راهیسې ژوند کوي. د هغې ضلعې د مذهبي لږکیو مشرانو ویلي چې په سیمه کې د ډومیسایل سند پر جاري کېدلو یې په ټولنیز حالت کې "د مثبت بدلون" تمه پیدا شوې ده.
د پاکستان د ګمرکاتو اداره وايي، په تورخم کې یو جدید ټرمینل جوړېږي چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري نوره هم زیاته شي.
د طالبانو حکومت لا د نښتې په اړه رسمي دریځ نه دی ورکړی خو چارواکو یې تر جګړې مخکې د خرلڅیو او بوړکي سیمو له قومي مشرانو په جرګه کې ویلي ول چې له کابله ورته امر شوی دی چې هلته دې تعمیراتي چارې پیل کړي.
د سزا شوي تن زیور شاه مدافع وکيل لیاقت علي له مشال راډيو سره په خبرو کې د خیبر قبايلي ضلعې د سیشن عدالت دا پریکړه ناسمه بللې ده.
د پوهنتون د استادانو د اتحادیې ستر سیکرټري ډاکټر صادق علي د نومبر پر ۱۸مه ناوخته په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې حکومت نوي پوهنتونونه جوړوي خو زاړه پوهنتونونه نه پیاوړی کوي.
د کراچۍ پولیسو وويل چې تاج محمد په زندان کې ناروغه شوی و چې د علاج لپاره یې هسپتال ته هم بیولی وو. د تاج محمد مړی ۲۴ ورځې په کراچۍ کې د يوې خېراتي ادارې (چهيپا ) په مرده خانه کې پروت وو.
دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې او په ځانګړې توګه د وسله والو له خوا پر ولس او امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ روانه ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې حنیف پښتین په بې بنیاده مقدمه کې نیول شوی او په زندان کې ساتل شوی دی.
اصغر خان وايي، "د ورکشاپ به څه ژوند وي؟ خو مجبوري ده. زموږ استاد ښه سړی دی نو زموږ د ټولو خیال ساتي، خو په ځینو مستریخانو کې استادان ډېر وهل کوي او د کارکوونکو ماشومانو هېڅ خیال نه ساتي."
د صوبايي حکومت د پارلېماني چارو وزير شوکت يوسفزي د نومبر پر ۱۴مه په اسمبلۍ کې په دې اړه د پوښتنو ځوابونو ورکولو پر وخت وويل چې په ۲،۱۰۰ ښوونځيو کې یې دوه وخته درسونه پيل کړي. د چارواکو په وينا، د دې کار لپاره ۲،۳۰۰ استادان مقرر شوي دي.
موږ د احتجاجیانو د غوښتنو په اړه له ضلعي انتظامیې سره رابطه وکړه خو دریځ مو یې ترلاسه نه کړای شو، البته د کورمې ډېپټي کمېشنر واصل خان خټک په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت په "درناوي" د ټولو اغېزمنو کورنیو ستنولو ته تیار دی.
محمود خان جلسې ته په وینا کې تور پورې کړی وو چې وفاقي حکومت ورته د صوبې د برېښنا ګټه او نورې پیسې نه ورکوي چې موخه یې د "صوبايي حکومت ناکامول" او هلته د ګورنر راج یا واکمني ده.
نور وښیئ