د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزو مشران وايي حکومت یې ټولې غوښتنې منلې دي


د اتمانزو خلکو د جولای له ۱۷مې تر هغه وروسته پرلت پیل کړ چې د جولای پر ۱۴مه نېټه په ميرعلي کې د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې يو ځايي مشر په هدفي بريد کې ووژل شو.
د اتمانزو خلکو د جولای له ۱۷مې تر هغه وروسته پرلت پیل کړ چې د جولای پر ۱۴مه نېټه په ميرعلي کې د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې يو ځايي مشر په هدفي بريد کې ووژل شو.

په شمالي وزیرستان کې د پرلتوالو مشران او حکومتي چارواکي وايي چې په سيمه کې د هدفي وژنو د مخنيوي او نورو چارو په اړه یې مذاکرات کامیاب شوي دي.

په مذاکراتو کې د اتمانزو مشر ملک ربنواز وزیر د نومبر پر شپږمه خبريالانو ته وويل چې حکومت يې ټولې غوښتنې منلې دي.

ده زیاته کړه، "زموږ چې څومره مسلې وې هغه ټولې نن حل شوې او پر کاغذ مو سره وليکلې. درې میاشتې مو پرې تيرې کړې وې او هغه مو ټولې سره ومنلې او د حکومت او اتمانزیو ترمینځ خبره حل شوه."

د شمالي وزیرستان د میرعلي په عیدکو کې د ۲۰۲۲م کال د جولاي له ۱۷مې د هدفي وژنو پرضد اتمانزایو احتجاجي پرلت پیل کړې وو چې څه باندې یوه میاشت روان وو.

دوی وروسته له ضلعي انتظاميې او امنیتي افسرانو سره د مذاکرات په نتیجه کې سړکونه خلاص وو خو پر عیدک پله یې د علامتي احتجاج لپاره ټینټ لګېدلی وو.

د اتمانزو پرلتوالو غوښتنه کوله چې حکومت دې په سيمه کې د هدفي وژنو د مخنيوی لپاره اقدامات وکړي، د عملياتو پر مهال دې عادي خلک نه نیسي، د ميرامشاه د ړنګ شوي بازار ورغلې معاوضې دې وویشي او د سیمې امنيت دې ټینګ کړي.

ملک ربنواز وزیر د نومبر پر شپږمه رسنیو ته وویل چې ټولې مسلې یې هوارې شوې دي‌ خو هغه په عین وخت کې دا هم وویل چې څو ورځې پس له مرستیال کمشنر سره بیا غونډه کوي‌.

ده وویل چې یو دوې خبرې دي چې پر هغه به غږېږي خو نوموړي دا ونه ویل چې دا به به پر څه کېږي.

د شمالي وزیرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي خان هم د نومبر پر شپږمه تر خبرو اترو وروسته له رسنیو سره وغږېدی او ویې ویل چې د دوی ترمینځ ټولې ستونزې حل شوې دي.

ده وویل، " له درو میاشتو د اتمانزیو له مشرانو سره په جرګه بوخت وو، نن سره متفق شوو، بنیادي خبره د امن وه، د امن لپاره حکومت لګیا دی، ټولې ستونزې به حل شي، مشرانو ته مو ډاډ ورکړې، دوي راضي دي."

د اتمانزو خلکو د جولای له ۱۷مې تر هغه وروسته پرلت پیل کړ چې د جولای پر ۱۴مه نېټه په ميرعلي کې د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې يو ځايي مشر په هدفي بريد کې ووژل شو.

خو د اتمانزو مشرانو او حکومت ترمنځ مذاکرات په داسې حال کې بریالي بلل شوي چې په سيمه کې هدفي وژنې لاهم دوام لري او څو ورځې وړاندې هم درې کسان وژل شوي ول.


په شمالي وزیرستان کې ۲۰۲۲م کال کې ټول ۴۴ هدفي بریدونه شوي چې تر ۶۰ پورې ځايي مشران، ځوانان، مخور، سیاستوالان دیني عالمان، ښځینه او امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

په شمالي‌ او جنوبي وزیرستان کې د بدامنۍ تر څنګ د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د بدامنۍ پېښې او وژنې زیاتې شوې دي.

د دې حالاتو پرضد په صوبه کې د امن لپاره ځانګړې او پراخې غونډې پیل شوې دي. تر اوسه په سوات، باجوړ، بونېر ، خیبر او نورو سیمو کې لویې ولسي غونډې تر سره شوې دي.

په دې غونډو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین تر څنګ د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو استازو هم ګډون او ویناوې کړې دي.

د دې تر څنګ په خیبر پښتونخوا کې له ملتپالو او نورو ګوندونو او ډلو جوړ پښتون قامي‌ اتحاد د نومبر پر څلورمه په صوابۍ کې پراخه ولسي‌ غونډه کړې وه.

د دې غونډې مشرانو په خپلو ویناوو کې پر حکومت غږ کړی وو چې د دوی په وینا، پښتانه نور پر خپله خاوره بدامني او ترهګري‌ نشي‌ زغملای.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې دوی په سیمه کې د امن ټینګ ساتلو ته ژمن دی او وسله والو ته به د بیا منظمېدو اجازه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG