د اګست ۱۸مې نښتو نه پس شیعه او سني دواړه ډلې پر یو بل الزام لګوي چې اوربند یې مات کړی او یا هم له اوربند وروسته یې هم سنګرونه خالي کړي نه دي.
میا افتخار حېسن ورته څرګندونې د اګست پر ۱۶مه هم د سوات په مېنګوره کې د خپل ګوند له خوا د بابړې د غمیزې په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې وې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۹مه ماښام په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه د ۱۸م او ۱۹م اګست په منځنۍ شپه په ماموندو سيمه کې شوې ده. د خبرپانې ترمخه، د سرتېرو په ځوابي ډزو کې پينځه وسله وال وژل شوي او څلور نور زخمي شوي دي.
د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزيرستان يو استازي اصف خان د اګست پر ۱۹مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د بدر پر کليو د پوځ د ډزو او په نتيجه کې يې د هغو د خالي کېدو مسلې تصديق وکړ.
مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۱۸مه په لکي مروت کې "د امن عوامي اسمبلۍ" په نوم یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په دې وسایلو یوازې د دې خاورې د اوسیدونکو حق دی.
ځایي مشران او چارواکي وایي د اګست پر ۱۸مه د خومڅو سنیانو د بوغکي او بدامي له شیعه ګانو سره نښته پیل کړې وه چې پکې یو تن ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اګست پر ۱۴مه په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د اېم پاکس وایرس د پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې پر نړیوال کچ د "عامې روغتیا" لپاره "د اندېښنې وړ او بیړنۍ" موضوع وبلله.
د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابولحسنات د اګست پر ۱۷مه د علي وزير د مقدمې اورېدنې پرمهال د پولیسو له خوا د نور جسماني ریمانډ غوښتنه رد کړه او امر یې وکړ چې هغه دې جیل ته ولېږل شي.
نور وښیئ