کراچۍ کې هره ورځ ۱۵ زره ټنه کثافات توليدېږي
د يوې اندازې له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې هره ورځ شاوخوا ۱۵ زره ټنه کثافات (کچره) توليدېږي. دغه ښار يو وخت "د رڼاګانو ښار" په نوم پېژندل کېده خو اوس د پاکستان د بل هر ښار پرتله تر ټولو زيات کثافات توليدوي او ځينې خو ان اوس "د کثافاتو ښار" ورته وايي. په کراچۍ کې له لارو او کوڅو نيولې د عرب سمندرګي تر غاړو د پلاسټيکو او نورو کثافاتو او خځلو ډېرانونه تر سترګو کېږي. دا چې په دې ښار کې ولې کثافات زيات شول؟ پر انسانانو، سمندري ژويو او چاپيريال يې اغېز څه دی او حکومت يې د مخنيوي لپاره څه کوي؟ په دې اړه احمد شاه اعظمي ځانګړی راپور جوړ کړی دی، چې د کراچۍ په اړه په يوې پخوانۍ سندرې پيلېږي.