دا په داسې حال کې ده چې علي وزیر تر شپږ ورځني ریمانډ وروسته د اګست پر نهمه عدالت ته وړاندې کړل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په خپره شوې یوه ویډیو کې علي وزیر په پښتو ژبه وايي، د هر ډول حالاتو مقابله یې وار له مخې هم کړې ده او بیا به یې هم کوي.
د شمالي وزیرستان انتظامیې، پولیسو او پوځي چارواکو لا د سیمې د اوسېدونکو دعوې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو د چارواکو دریځ معلومولو هڅه وکړه خو ورسره په خبرو و ن
وزیر وايي، د وروستیو بارانونو له وجې د ډېرو کورونو چتونه نسکور شول او سېلابونو یې دوه ګاډي هم لاهو کړل. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکي ملک عصمت الله مشال راډیو ته وویل چې خلک د ړنګو شویو کورونو د بیارغونې وس نه لري.
دوی د اګست پر پنځمه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ له بازار سره نیږدې په یوه جلسه کې ویلي چې د عمران خان او د ګوند د نورو بندي غړو د خوشي کولو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.
په عین وخت کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو پر مهال په مختلفو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی او تر ۳۵ زیات ژوبل دي.
په ویډیو کې علي وزیر، د اسلام اباد پولیسو سرتېري او د هغوی ګاډی ښکاري. نوموړی په ویډیو کې وايي چې تر ټرافیکي پېښې وروسته یې ژوبل کس روغتون ته ولېږداوه او له هغه ځایه روانېده خو پولیس ورغلل او "په زور" یې له ځان سره بیایي.
نور وښیئ