د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټر عظمت عمرزی د کال غوره لوبغاړی وبلل شو


افغان کرکټر عظمت الله عمرزی د کرکټ په یوه لوبه کې. (انځور: ارشیف)
افغان کرکټر عظمت الله عمرزی د کرکټ په یوه لوبه کې. (انځور: ارشیف)

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي عظمت الله عمرزي په یو ورځنیو لوبو کې د ۲۰۲۴م کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د کرکټ نړیوالې شورا د جنورۍ پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي چې عظمت الله عمرزي له ټیسټ پرته نور کرکټ کې د هراړخیزې وړتیا په ښودلو د کال د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

په بیان کې راغلي چې عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴م کال په اوږدو کې د خپل ښه بېټنګ او باولنګ په مټ د افغانستان د لوبډلې په بریاوو کې د پام وړ رول ادا کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۴م کال کې په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

د افغانستان لوبډلې په ۲۰۲۴م کال کې ټولې ۱۴ یو ورځنۍ لوبې کړې وې او په هغه کې یې اته ګټلې، پنځه یې بایللې او یوه بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.

یادې لوبډلې په ۲۰۲۴م کال کې ټولې ۱۵ شل اووریز نړیوالې لوبې کړې وې او په هغه کې یې نهه ګټلې وې.

د افغانستان په دې بریاوو کې ځوان لوبغاړي عظمت عمرزي د خپلې غوره بازۍ په مرسته د پام وړ رول لوبولی وو.

نوموړي په دې ترڅ کې په ۱۴ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۴۱۷ منډې جوړې کړي او ۱۷ ویکټې یې اخیستي دي.

په یو ورځنیو لوبو کې د عمرزي د بېټنګ اوسط څه باندې ۵۲ دی او هغه په هره لوبه کې د بالنګ پر ترڅ کې یوازې ۲۰ منډې ورکړې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د کال غوره کرکټر ته د نړۍ په کچه تر ټولو نامتو او تکړه لوبغاړي کاندیدیږي.

که څه هم د راشدخان په څېر د افغانستان ګڼ نور لوبغاړي هم په نړیواله کچه له پيژندل شویو لوبغاړو دي خو دا لومړی وار دی چې یو افغان لوبغاړي د کال غوره کرکټر بلل شوی دی.

تر دې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴م لپاره د یو ورځنیو لوبو لوبډله هم اعلان کړې وه.

په هغه کې هم درې لوبغاړي، رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر شامل وو.

خو د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۲۴م کال د شل اوریزو لوبو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې یوازې یو افغان لوبغاړی ، راشد خان شامل وو.

د کرکټ نړیواله شورا هر کال په شل اوریز، یو ورځني او ټیسټ لوبو کې بېلا بېلې جایزې اعلانوي.

XS
SM
MD
LG