د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشر دوستۍ نړیواله ورځ: په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي له ګڼو ګواښونو سره مخامخ دي


د بشري حقونو فعالان په لاهور کې - انځور له ارشیفه
د بشري حقونو فعالان په لاهور کې - انځور له ارشیفه

په خیبر پښتونخوا کې د بشر دوستۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د بشري حقونو فعالان وایي د ټولنې، وسلوالو ډلو او حکومتي ادارو لخوا د فشارونو، ګواښونو او بریدونو سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه دا ورځ هر کال د اګست پر ۱۹مه لمانځي. سږ کال د بشري مرستو نړیواله ورځ د "انسانیت لپاره عمل" تر عنوان لاندې ځانګړې شوې ده. دا موضوع په ځانګړي ډول د بشري مرستو او حقونو په برخه کې د عملي اقداماتو او په نړۍ کې د بشردوستانه هڅو پر اهمیت ټینګار کوي. هدف یې دا دی چې د انسانانو ژوند ښه کولو لپاره ځانګړې هڅې او اقدامات وستایل شي او د دې لپاره عامه پوهاوی زیات شي.

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن مشر اکبر خان وايي چې حکومتي بندیزونو، نویو امنیتي قوانینو او د غیرریاستي ډلو ګواښونو د بشري حقونو د فعالانو کار لا ستونزمن کړی دی. هغه مشال راډيو ته وويل چې یو اړخ ته ریاست دی او بل اړخ ته غیرریاستي ډلې دي نو په داسې حال کې کار کول ډېر خطرناک وي. د اکبر خان په وینا دا مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بشردوستانه مرستو کارکوونکي د خپل سر په بدل خپلې ذمه وارۍ پوره کوي.

د اګست د ۱۹مې په مناسبت ملګرو ملتونو پر خپلې ویبپاڼې ليکلي چې تېر کال د بشردوستانه کارکونکو لپاره تر ټولو خونړی وو او سږ کال هم په نړۍ کې د روانو جګړو او بې قراري له کبله فعالان د ګواښونو او بریدونو ښکار شوي دي. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې په جګړه کې د عادي وګړو او مرستندویه ادارو د کارمندانو ساتنه یوه مهمه موضوع ده او باید پاملرنه ورته وشي.

په خیبر پښتونخوا کې د بشري مرستو کارکوونکي وايي چې په سیمه کې د امنیت له خراب حالت، امنیتي بندیزونو او د ټولنې بې پرواهۍ دوی د خپل کار په حواله له ستونزو سره مخامخ کړي دي. په مینګوره کې د یوې غیرسرکاري ادارې کارکونکې نیلم رحیم وايي چې فعالان د نورو خلکو لپاره اواز پورته کوي خو چې کله دوی کومې ستونزې سره مخامخ شي نو څوک یې پوښتنه نه کوي. هغې وویل، هغې زیاته کړه چې څه موده وړاندې یې په سوات کې د کورني تشدد په اړه کار کاوه نو ځینو کسانو ورته ګواښونه کړي ول چې د هغوی په کورنیو چارو کې دې مداخله نه کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو د ډایریکټوریټ مشر غلام علي وايي چې د صوبې د نورو برخو په شان یې په قبایلي ضلعو کې د بشري حقونو د ساتنې د چارواکیو د ګمارلو کار پیل کړی دی او په دې اړه په ولس کې د پوهاوي لپاره هم هڅې کوي.

هغه وویل: "کله چې د بشري حقونو په اړه د حکومت خپلې ادارې موجودې وي نو ولس به هم ډاډه شي. تر کومه چې د قانون سازۍ خبره ده نو په صوبه کې د بشري حقونو په اړه تر ټولو زیات قوانین شتون لري. دا وخت په خیبر پښتونخوا کې په بشري حقونو ۱۳ سرکاري ادارې کار کوي. زموږ ستونزه دا ده چې روزنه مو نه ده شوې ځکه چې زموږ کوم خلک د بشري حقونو لپاره کار کوي، پوره روزنه نه لري. که چېرې روزل شوي خلک وړاندې شي نو پایلې به هم بدلې شي."

د بشري مرستو نړیواله ورځ په ۲۰۰۹ کال کې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمي توګه ومنل شوه، چې هدف یې د هغو کسانو درناوی کول دي چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي او د مرستو رسولو په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې ورځې اصل ریښه د ۲۰۰۳ کال په اګست کې په بغداد کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د یوه بمي برید له پیښې څخه اخیستل شوې ده، چې په کې د ملګرو ملتونو ۲۲ کارکوونکي ووژل شول. له هغه وخت راهیسې، دا ورځ نه یوازې د وژل شوو یادونه کوي بلکې د بشردوستانه کارونو اهمیت او په نړۍ کې د بشر دوستانه مرستو ضرورت هم په ډاګه کوي.

XS
SM
MD
LG