د اګست پر ۲۵مه، په دې احتجاج کې زرګونه کسانو ګډون کړی دی، چې پکې د سیاسي ګوندونو ځايي مشرانو او غړو ترڅنګ د اتمانزیو جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان هم شامل دي.
د دوی په وینا، د پرلت له کبله نه یوازې د خوراکي توکو په رسولو کې مشکلات دي بلکې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سبزیو او مېوو ټرکونه هم ایسار شوي دي.
د دې پېښې سره په صوبه کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوو ته رسېدلی دی. د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا مشر ارشاد روغاني د اګست پر ۲۳مه وویل چې په ناروغۍ اخته شوی تن د نوښار دی او په وروستیو کې له دوبۍ څخه پېښور ته راستون شوی وو.
د روغتون یو چارواکي ډاکتر برهان الدین د اګست په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې له اتو میاشتو راهیسې یې تنخا نه ده ترلاسه کړې نو ځکه یې روغتیايي خدمات ځنډولي دي.
د جانېخېلو اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځاي مخکښ ګران وزیر مشال راډيو ته وویل چې نوموړی ماښام مهال له کلینک څخه خپل کور ته پر لاره وو چې پټ مخو وسلوالو وواژه.
د جرګې يو مخکښ او پښتون ملتپاله سياستوال مختار یوسفزي د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د سوات خلک غواړي چې پوليس يې مجهز شي او دوی يې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې تر شا ودرېږي.
د اتحادیې یو مشر خان ولي اپرېدي د اګست پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې داسې عملیات نه مني چې پکې يې ځان، مال او عزت خوندي نه وي.
د اګست ۱۸مې نښتو نه پس شیعه او سني دواړه ډلې پر یو بل الزام لګوي چې اوربند یې مات کړی او یا هم له اوربند وروسته یې هم سنګرونه خالي کړي نه دي.
میا افتخار حېسن ورته څرګندونې د اګست پر ۱۶مه هم د سوات په مېنګوره کې د خپل ګوند له خوا د بابړې د غمیزې په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې وې.
نور وښیئ