په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د پاکستاني استازي هغه تورونه رد کړي چې ويلي یې ول له افغانستانه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ موجود دی.
د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د فبرورۍ پر ۱۱مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په خپره کړې خبرپاڼه کې دعوه کړې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ مرکزونه ختم شوي دي.
هغه ويلي: "عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامینځته شوی. که په افغانستان کې هم کومه امنیتي پېښه رامینځته کېږي، عاملین یې د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې رااوښتي وي."
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د فبرورۍ پر ۱۰مه په نيو يارک کې د امنیت شورا په غونډه کې وويل چې نړۍ بايد له افغانستانه د ترهګرۍ د زېږېدو مسلې ته پام وکړي. "په افغانستان کې له ۲۴ زیاتې وسلوالې ډلې په افغانستان کې فعالې دي. هلته د القاعدې مرکزي برخه ختمه شوه خو اړونده ډلې او پخپله القاعده د بیا راپورته کېدو په حال کې ده. [تحریک طالبان پاکستان] یا ټي ټي پي، [اسلامي دولت یا] داعش، [د بلوڅ بېلتونپالو] مجيد برېګېډ او نورې ډلې زموږ له سرحدونو بهر مرکزونه لري. دا ډلې زموږ او د سیمې امنيت ته خطر پېښوي."
خو تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دا نه مني او وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
په کابل کې د طالبانو حکومت هم د اسلام اباد تورونه ردوي او دعوه کوي چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې وسلوال له پاکستانه افغانستان ته ورځي او بریدونه کوي.
البته د پاکستان حکومت وايي دا دعوې ناسمې بولي. د پاکستان پوځ وايي چې د وسلوالو ډلو پر ضد بې توپيره عمليات کوي.
په همدې حال کې عبدالقهار بلخي په خپله خبرپاڼه کې د پاکستان په اړه ويلي چې هغه هېواد "د دې پر ځای چې خپلو کورنیو سیاستونو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي، هڅه کوي افغانستان بې ثباته وښيي او له خپلو کورنیو ستونزو د خلکو او نړۍ توجه بل لوري ته واړوي."
د پاکستان حکومت تر اوسه د طالبانو دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې د فبرورۍ پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.
په شورا کې د چين سفیر هم دعوه کړې وه چې په افغانستان کې داعش، القاعده او د ختيز ترکستان اسلامي تحريک وسلوال فعاله دي چې له يو بل سره همکاري هم لري.
خو د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړل او په يو بیان کې یې وويل چې هېڅ وسلوالې ډلې ته په بل هېواد کې د حملو اجازه نه ورکوي.