دوی د اګست پر پنځمه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ له بازار سره نیږدې په یوه جلسه کې ویلي چې د عمران خان او د ګوند د نورو بندي غړو د خوشي کولو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.
په عین وخت کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې د روانو بارانونو پر مهال په مختلفو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی او تر ۳۵ زیات ژوبل دي.
په ویډیو کې علي وزیر، د اسلام اباد پولیسو سرتېري او د هغوی ګاډی ښکاري. نوموړی په ویډیو کې وايي چې تر ټرافیکي پېښې وروسته یې ژوبل کس روغتون ته ولېږداوه او له هغه ځایه روانېده خو پولیس ورغلل او "په زور" یې له ځان سره بیایي.
عبدالوهاب خان وویل چې تر دې مخکې یې هم د اسانتیاوو او مرستو ترلاسه کولو لپاره احتجاجونه کړي دي خو نور نه غواړي چې هر ځل د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره پرلت ووهي بلکې دا ځل به چارواکي ورته ډاډ ورکوي چې په کیمپ کې ورته اسانتیاوې برابروي او نغدې مرستې به ورته هره میاشت پر وخت رسوي.
دا تر هغې وروسته ده چې علي وزیر د اګست پر دویمه د شپې مهال په اسلام اباد کې پولیسو ونیولو. د غورځنګ غړو مشال راډیو ته وویل چې په زیرو پواینټ سیمه کې یو موټر سایکل د علي وزیر له موټر سره ټکر شوی او علي وزیر هغه تن یاد روغتون ته وړی او چې له هغه ځایه پر تلو وو نو پولیسو ونیولو.
کروندګر له حکومته غوښتنه کوي چې د خوړ پر غاړه دې حفاظتي دیوالونه جوړ کړي چې اوبه په قابو کې پاتې شي. د دوی په وینا د دې کار به یوه بله ګټه دا هم وي چې له دته خېلو تر میرلي کجورۍ سیمې پورې زرګونه اېکړه ځمکه ورسره اباده شي.
نور وښیئ