د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ په تېرو ۲۰ کلونو کې د لادرکه او وژل شوو پښتنو شمېرې راټولوي


منظور پشتين په کراچۍ کې د پي ټي‌اېم غړو ته د وينا په حال کې - انځور له ارشیفه
منظور پشتين په کراچۍ کې د پي ټي‌اېم غړو ته د وينا په حال کې - انځور له ارشیفه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین وايي د اکتوبر پر ۱۱مه به قامي جرګې ته د لادرکه کسانو او نورو ستونزو په اړه کره معلومات وړاندې کوي.

پشتين د اګست پر ۱۷مه په خپل رسمي فيسبوک پاڼه ويډيويي پيغام کې وويل چې پښتنو ته ورپېښو ستونزو په اړه د معلوماتو راغونډولو مقصد مستند انځور وړاندي کول دي او په دې لړ کې به د غورځنګ پلويان خپلې ټولې وسيلي کاروي. هغه زیاته کړه چې دا کار پيل شوی اوباید له رابلل شوې یادې جرګې مخکې، د سپتمبر تر پينځمې بشپړ شي.

نوموړي وويل: "د پي ټي‌اېم ملګري به د ټېم (ډلې) په شکل کلی په کلی ګرځي. فارمونه به ورسره وي. هغوی به له خلکو دا معلومات راغونډوي چې په کوم ځای کې کله څوک وژل شوی، زخمي شوي او لادرکه شوی دی؟ د پېښو د نوعيت په اړه به هم معلومات راغونډوي. کله چې کره معلومات پيدا شي، دا به د ولس هر وګړي ته يو داسي قوي دليل په لاس ورکړي، چې د هغې دليل مخه به څوک نشي نيولي."

پشتين وويل چې په تېرو شلو کالو کې په لسګونو زرو پښتنو ته زیان رسېدلی خو مستند معلومات یې کم دي. هغه زیاته کړه چې د پښتنو د حقونو اخیستو د مبارزې تر څنګ یې دا هم يو ضروري کار دی چې د خپلو قربانیانو په اړه معلومات او شمېرې ولري. "دا دومره مهم کار دی چې له دې بغير تګ مشکل نه بلکې ناممکن دي. د پښتنو په قربانیوو په اړه څو مخصوص خلک خبر دي خو ټول نه دي خبر. دا معلومات ځکه هم ضروري دي چې د پښتنو په اړه کوم انځور وړاندي کېږي هغه په په سم ډول وړاندې شي."

پشتین په جولای کې ویلي وو چې د "پښتنو عدالت" په نوم د اکتوبر ۱۱مې غونډې ته د پښتنو ټول سیاسي او ولسي مشران او استازي ورغواړي. هغه زیاته کړې وه چې غواړي پښتانه مشران يوه پرېکنده فیصله وکړي چې په روانو ناامنيوو کې قام څنګه خوندي کولی شي؟ په دې لړ کې، پشتین د اګست پر ۱۵مه، د جمعیت علمای اسلام (ف) له مشر مولانا فضل الرحمان سره لیدلي وو. پي ټي اېم ویلي چې له مولانا سره یې د اکتوبر پر ۱۱مه "د پراخې ملي غونډې" د تیاريو په لړ کې خبرې کړې دي.

منظور پشتین په داسې حال کې په تېرو دوو لسیزو کې د وژل شويو او لادرکو شويو پښتنو د شمېرو د راټولولو اعلان کوي چې په دې وروستيوو کې په خيبرپښتونخوا کې يو ځل بیا ناامني زیاته شوې ده. په تېره يوه اونۍ کې، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد او جبري غیب کړل شويو کسانو د خوشې کولو لپاره لاريويونه ډیر شوي دي.

حکومت لا د تازه احتجاجونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی. څو مياشتنې مخکې، د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د اګست پر دويمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې ویلي وو چې په زوره د ورک کړل شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. د بشري حقونو ډلې او فعالان د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې تورنوي چې لسګونه زره کسان یې ورک کړي دي خو پوځ دا نه مني.پوځ دريځ لري چې د ورکو کسانو شمېر په زرګونو نه دی او دعوه کوي چې ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي. دوی د دې دعوې په اړه څه ثبوت نه دی وړاندې کړی.

خو د بشري حقونو نړيوالې ادارې، پاکستان مېشته فعالان او په اسلام اباد کې د جبري بې درکیو څېړلو لپاره د حکومت خپل جوړ کړي کمېشن د دې بیانونوبرعکس شمېرې خپرې کړې چې ترې معلومېږي چې د جبري لادرکو کسانو شمېر په زرګونو کې دی. دې کمېشن پر خپله ویبپاڼه ليکلي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې ورسره د نیږدې لسو زرو جبري غيب کړل شويو کسانو قضیې ثبت شوي چې تر نيمايي زیاتې یې حل کړې دي.

XS
SM
MD
LG