د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي چې د غير رسمي نتیجو له مخې د عوامي نیشنل ګوند نوماند نثار باز د باجوړ د صوبايي اسمبلۍ د ۲۲مې حلقې څوکۍ ګټلې ده.
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د هغې څوکۍ د ډکولو لپاره ضمني انتخاب د جولای پر ۱۱مه وشول چې پکې لسګونه زره کسانو خپلې رایې وکارولې.
په باجوړ کې د انتخاباتي کمېشن دفتر غير رسمي او غیر حتمي نتیجه خپره کړې چې له مخې یې نثار باز تر ۱۱،۰۰۰ زیات ووټونه اخیستي دي.
په اپرېل کې په باجوړ کې د صوبايي او قامي اسمبلۍ پر څوکیو ضمني انتخاب شوي ول چې دواړه څوکۍ خپلواک نوماند مبارک زېب خان ګټلې وې.
نوموړي وروسته د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ خالي کړه چې ورباندې د ۱۲ نوماندانو ترمینځ سیالي وشوه.
نثار باز د انتخاباتو تر ګټلو وروسته خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې له خلکو څخه یې په ضلع کې د امنیت په نوم ووټ غوښتی وو او د دې ژمنې د پوره کولو هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په باجوړ کې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د امنیت وضع خرابه ده خو چارواکي وايي چې هلته یې د وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.